پېنډۍ 31 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې په كوركمانډر كنفرنس كښې د دې عزم پخلے وشو چې د پاکستان غېر مستحکم كوٶنكو دښمن قواؤ په اشاره كار كوونكو ترهګرو، د هغوي سهولت كارو او تخريب كارو په ضد به رياست په بشپړ طاقت سره كاروائي كوي٬ چا ته به د سياسي هلو ځلو په نامه په تشدد كښې د ككړېدو او د آزادو او سپېځلو ټول ټاكنو تابيا بهترين جمهوري عمل ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې 262م كوركمانډر كنفرنس د شورو په ورځ وشو٬ په فورم كښې په هېواد كښې د امن او امان استحكام لپاره عظيمې قربانۍ وركونكو د پاك پوځ افسرانو٬ ځوانانو٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او اولس ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ فورم د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان غېر مستحکم كوٶنكو دښمن قواؤ په اشاره كار كوونكو ترهګرو، د هغوي سهولت كارو او تخريب كارو په ضد به رياست په بشپړ طاقت سره كاروائي كوي۔ د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير ووئيل د پاکستان خپلواكي او سيمه ايز سالميت مقدم او ناقابل تسخير دے٬ پاکستان د ټولو رياستونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري خو د هېواد په پخپلواكۍ٬ قامي وقار او د پاكستان اولس په هيلو به كومه سمجهوته نه كوٶ٬ فورم ته د هند لخوا د ماورائے سيمه ايز او ماورائے عدالت قتلونو، په رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ جاري ساتلو او د پاكستانو وګړو په نخښه كولو په بې رحمانه كمپائن بريفنګ وركړے شو۔ فورم په دې خبره اتفاق وكړو چې د هند لخوا د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزۍ او د هغوي اصل څېره دې نړۍ ته په ډاګه كړې شي٬ نړيوالې ورورولۍ د وړاندې نه د هند د مجرمانه رويې او په ګرده نړۍ كښې قتل و قتال لپاره د رياستي نظام په كارولو د سختې اندېښنې څرګندونه كړې ٬فورم د فلسطين او غزہ اولس لپاره د غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره د شخړې ډېرې منفي نتيجې او دغه په ګرده منطقه كښې د خپرېدو امكانات نوټ كړل۔دغسې فورم د فلسطين مسئلې له مستقل جنګ بندي او د تل پاتي حل ضرورت په متفقه توګه تسليم كړو ۔ فورم د هند په تسلط كښې د جمو و كشمير اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې تر انصاف ترلاسه كېدو د كشميريانو وروڼو خوېندو اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ فورم د كال 2024 ټولټاكنو سوله ايزې تابيا كښې د الېكشن كمېشن مرستې لپاره د پاك پوځ د تعيناتۍ هم خبره وكړه، فورم ووئيل چا ته به د سياسي هلو ځلو په نامه په تشدد كښې د ملوث كېدو او د آزادانه او سپېځلو ټول ټاكنو د تبايا بهترين جمهوري عمل ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړٶ٬ دغسې فورم د قاچاق٬ ذخيرہ اندوزۍ، مني لانډرنګ، د برېښنا غلا او د غېر قانوني (اجنبيانو) او د غېر قانوني هلو ځلو او د جرائم پېشه مافياز په ضد د پورته كړو اقداماتو ستائنه وكړه۔ ګډون كوٶنكو ووئېل دا ډول اقدامات او د دې په معيشت او د اولس په خېرښګړه مثبت اثرات د كوم خنډ نه غېر جاري ساتلو ته اړتيا ده۔ فورم ته د فارميشنز په آپريشنل تيارو هم بريفنګ وركړے شو۔ سرلښكر فارمېشن کمانډرز ته ووئيل چې تاسو د عسكرو تربيې٬ انتظاميه او مورال پلو خپل پام دوامدار اوساتئ۔
متعلقہ مضامین
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Strike in IIOJK against conviction of Yasin Malik
-
All detenues to be released on personal surety bond: LHC assured
-
1,700 PTI supporters detained in 4000 raids
-
PTCL group joins hands with NEC for polio eradication from Pakistan
-
Sargodha citrus development programme to help improve kinnow production
-
Monkeypox may persist in body for 10 weeks, even after rash fades: study
-
PM directs for resolution of issues faced by Chinese companies
-
Higher unemployment ratio result of lack of quality workforce in Pakistan: PIDE
-
Pakistani rupee again pulls down US dollar by big margin
-
LCCI FG delegation meets Punjab governor
-
Any growth model facilitating elite will only increase income inequality: speaker