اسلام اباد ۔14 مارچ (اے پي پي) د توان او پتروليم وفاقي وزير مصدق ملك د حكومت د معاشي او سماجي اقدامات خاكه وړاندې كولو سره وئېلي دي وزيراعظم د ښاريو او كلي والو سيمو پرمختګ لپاره تګلاره جوړه كړې٬ د زرعي انقلاب لپاره به كسانانو له په كمه بيعه د سرې وركول باوري كولې شي ٬ زيات پېداوار وركونكې تخمونه به د كسانانو د اغستو جوګه كولې شي ٬ د اوبو وركولو لپاره به كسانانو ته سولر ټيوب وېل وركولې شي ٬ د ميوې دانې خوندي كولو لپاره به كلي په كلي زرعي انډسټريز فارم جوړولې شي٬ په ښارونو كښې به وړوكي كاروبار له وده وركولې شي ٬ بنكونه د دې خبرې پابند كوو چې وړوكو يونټس لرونكو له پور وركړي٬ 5 لاكهه زده كوونكو له به د مصنوعي ذهانت تربيه وركولې شي ٬ د تجديد وړ توانائې منصوبې به پېل كولې شي ٬ د غريبو ماشومانو لپاره د دانش غوندې ادارې به پرانيځو٬ ګردشي قرضه به زياتتېدو له ورنه كړو٬ د بجلۍ پېدواري لګښت ٬ لائن لائسسز كښې كمے كولو سره به د بجلۍ د غلا مخ نيوے كولې شي ٬ د سهار او روژه ماتي په وخت به لوډ شېډنګ نه كېږي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يو پرېس كانفرنس كښې وكړه ۔ ده ووئېل د ټولنې څخه تاؤ تريخوالے كمولو لپاره ګامونه ضروري دي ٬ هڅه به كوو چې تاؤ تريخوالے كم كړو او د روادارۍ ماحول راجوړ كړو ٬ ده ووئېل راروانو نسلونو ته د روزګار وركولو او د دوي معملات حل كولو لپاره به اقدامات كولې شي ۔ ده ووئېل وزيراعظم د ښارونو او كلي والو سيمو لپاره جلا جلا ټګلارې حوړې كړي ٬ ځوانانو له د تعليم سره سره تربيت ته ضرورت دے٬ كسانانو ته كه سره او معياري تخم او اوبه تر لاسه شي نو زرعي انقلاب راتلے شي ٬ ده ووئېل د تېلو كمپنيو ته امر شوے چې هغوي د تجديد وړ توان منصوبې پیل كړي ٬ د ماحولياتي بدلون لپاره د اثرات مخه نيول ضروري ده ۔ ده ووئېل وفاقي حكومت د تعليم څانكې لپاره هنګامي ګامونه اخلي ٬ حكومت پرېكړه كړې چې غريبو ماشومانو لپاره د دانش غوندې تعليمي ادارې جوړې شي او كوم والدېن جې خرڅونه نشي پورته كولې د هغه ماشومانو خرڅ به جكومت پورته كوي۔ده ووئېل د تېر كال په ختمېدو د بجلۍ ګردشي قرضه 2310 اربه روپۍ وه او زمونږ هدف دے چې د سږ كال تر اخر دا زياته نشي ۔ دغسې د بجلۍ پېداواري لګښت كمولو لپاره به هم اقدامات كولې شي ۔
متعلقہ مضامین
-
GDP growth for FY23 set at 5%, PSDP outlay at Rs 800bn
-
LHC orders for fixing pleas against Hamza election on 20th
-
PM for reinvigorating ties with Japan in trade, investment
-
Asif Zardari reaches Lahore, will host lunch for CM Hamza
-
Shazia Marri reiterates govt’s aim to support vulnerable segments
-
Stakeholders stress more budget for girls’ education in Punjab
-
Sustainable solutions to climate change need of hour: speakers
-
Two terrorists killed in North Waziristan IBO: ISPR
-
Female employee, husband arrested in murder case of LRH worker
-
COAS satisfied with progress of Operation Radd-ul-Fasaad
-
PM for parliamentary debate, resolution to condemn BJP leaders’ blasphemous remarks
-
Govt revives work on CPEC with full speed, Senate told