اسلام آباد 25مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيكس نه وركوونكو او د ټيكس غلو په ضد په بېړني بنيادونو د اقدامات پړيكړه كولو سره د ټريك اينډ ټريس سسټم په لاره كښې رامخې ته شوي خنډان په ګوته كولو او د ذمه وارو تعين لپاره د انكوائرۍ كمېټۍ جوړولو٬د تماكو٬چينو٬سيمنټ او سرې پشمول مهمو څانګو كښې د ټريك اينډ ټريس سسټم لګولو سپارښتنه كړې ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ټريك اينډ ټريس سسټم په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزېب ٬احد خان چيمه٬د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان٬د اېف بي آر چيئرمېن ملك امجد زبير ټوانه او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون كولو ۔وزيراعظم به دې مهال د ټريك اينډ ټريس سسټم په لاره كښې رامخې ته شوي خنډان په ګوته كولو او د ذمه وارو تعين لپاره د انكوائرۍ كمېټۍ جوړولو سپارښتنه هم وكړه ٬انكوائري كمېټي به راتلونكو 7 ورځو كښې د ټريك اينډ ټريس سسټم فعاله لاره كښې ولاړ خنډان او د ټيكس غلا كښې د ككړو كسانو نشاندهي كوي۔وزيراعظم ووئيل كمېټي به په كارخانو كښې د ټيكس خود كار نظام لګولو لپاره په راتلونكې تګلاره كښې تجاويز هم وركوي۔وزيراعظم پوښتنه كړه چې ټريك اينډ ټريس سسټم په بشپړه توګه ولې فعاله نه شو؟٬ د تماكو٬چينو٬سيمنټ او سرې صنعت كښې په تېرو دوه كلونو كښې د ټريك اينډ ټريس سسټم په بشپړه توګه بحالېدل پكار وو۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د دې څلورو لويو صنعتونو نه علاوه په نورو مهمو څانګو كښې هم د ټريك اينډ ټريس سسټم ولګوئ او د ټريك اينډ ټريس سسټم په نفاذ كښې رامخې ته ټول قانوني خنډان لرې كړئ ٬دغسې د سيمنټ كارخانو په ټولو پروډكشن لائنز د سسټم نفاذ دې باوري كړی شي۔وزيراعظم د ټريك اينډ ټريس سسټم خود كار نظام او ډيجيټل اسټريجي نفاذ جامع لائحه عمل غوښتلو سره ووئېل داسې ټولې كارخانې كومې چې د ټريك اينډ ټريس سسټم لګولو څخه انكار كوي هغه دې په سمدستي توګه سيل كړی شي٬محصولات سره سره ټريك اينډ ټريس سسټم دې د جعلسازي مخ نيوي او غېر معياري مصنوعات مخ نيوي لپاره هم وكارولې شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د جعلي او غېر رجسټرډ سګريټ خرڅولو مخ نيوے دې وكړے شي او دغه دې ضبط او تلف كړے شي۔غونډې ته ووئيل شول د تماكو 14 لويې كارخانو كښې ټريك اينډ ټريس سسټم په بشپړه توګه فعاله دے او 12 كارخانې د سسټم نه لګولو په سبب سيل كړے شوي٬د سرې ټولو صنعتونو كښې ټريك اينډ ټريس سسټم په بشپړه توګه فعاله دے۔نور دا چې د چينو او سيمنټ په كارخانو كښې د سسټم په اطلاق كښې تكنيكي خنډان رامخې ته دي د كومو لرې كولو لپاره چې اقدامات كېږي۔بريفنګ كښې ووئېل شول په ټول هېواد كښې د قاچاق مخ نيوي لپاره په ګودامونو چهاپې وهلې كېږي۔وزيراعظم سپارښتنه كړې چې په قانون نافذ كوونكې ادارې دې په دې لړ كښې د اېف بي آر معاونت وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
World Day against Child Labour observed
-
NA to hold debate on blasphemous remarks by BJP leaders
-
Opposition parties reject KP budget 2022-23, term figures unrealistic
-
IMF not satisfied with Pakistan’s new budget
-
World Blood Donor Day observed
-
PM Shehbaz, Hamza exempted from attending today’s court hearing
-
Punjab govt allocates Rs53.32b for irrigation
-
New electoral lists to be finalized by August: PEC
-
Festival highlights importance of book reading
-
ITP expedites action against one-way violators
-
CCTV cameras to be installed in police stations to improve efficiency: IG Sindh
-
Murad orders police to hold culprits accountable for NA-240 violence