پېنډی ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د 11 خطرناكو ترهګرو د مرګ او د 4 نورو د زندان د سزاګانو پرېكړې توثيق كړې دي۔ دا ترهګر په وسله وال پوځ ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو ٬ په عامو وګړو بريدونو او د تعليمي ادارو ويجاړولو په كارروايو كښې نېغ په نېغه ككړ پاتې شوي چې په نتيجه كښې ئې د 49 عامو وګړو او د امنيتي ځواكونو 20 اهلكارو پشمول نور كسان شهيدان او 148 ژوبل شوي وو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه عېن الله د پلار نومې بشر خان د كالعدم تنظيم غړې ؤ۔ دا د ترهګر جمشېد سهولت كار ؤ كوم چې په سوئیکارنو چوک پېښور بريد كښې ككړ ؤ د كوم په نتيجه كښې چې 48 كسان مړه او 109 نور ژوبل شوي وو۔ په جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښی ده د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ورته د مرګ سزا اورولې شوې ۔ نیک ولی د پلار نومې ګل مير خان د كالعدم تنظيم غړې ؤ۔ دا په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريد كولو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې لېفټېننټ عمر جاوید ، صوبېدار محمد محسن ،حوالدار میر محمد او 3 اهلكار شهيد او 14 نور ژوبل شوې وو۔ جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف ده ته د مرګ سزا اورولې شوې۔ فضل منان د پلار نوم ئې عبد الخانان د کالعدم تنظیم غړې ؤ۔ دا د ترهګر ځان مرګي بريد كونكي شينا فېض الله سهولت كار ؤ چا چې په كوهاټ تھاڼه ځانمرګې بريد كړې ؤ چې په نتيجه كښې ئې کانسټیبل خورشید احمد ،کانسټیبل محمد نور ، کانسټیبل فیض الحسن شهید او 5 نور ژوبل شوي وو جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه۔ رحمت زادہ د پلار نوم ئې سېف الرحمان د کالعدم تنظیم غړې ؤ۔ دې په وسله وال ځواك او قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريدونو كښې ككړ ؤ چې په نتيجه كښې ئې حوالدار مصور خان ،سپاهی سهیل اقبال ،کانسټېبل فضل ملک شهید او 2 نور ژوبل شوې وو۔ جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه۔ زاد خان د پلار نوم ئې یوسف حسین د کالعدم تنظیم غړې ؤ۔ دې په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ ؤ چې په نتيجه كښې ئې حوالدارمحمد یار شهید او دوه نور كسان ژوبل شوي وو۔ جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه ۔نعمت اللہ د پلار نوم ئې عطاء اللہ د کالعدم تنظیم غړې ؤ۔ دې په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ ؤ چې په نتيجه كښې ئې سپاهي محمد رفيق شهيد او مېجر محمد اكمل حيات شهيد او 9 نور اهلكار ژوبل شوې وو۔ جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه۔ محمد رحمان د پلار نوم ئې عبدالرحیم د کالعدم تنظیم غړې ؤ۔ دې په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې کانسټیبل مشتاق احمد شهید او 2 پولیس اهلکار ژوبل شوي وو۔ جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه ۔ محمد رقیم د پلار نوم ئې فضل جانان د کالعدم تنظیم غړې ؤ۔ دې په قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې ئې منظور خان شهيد او نور اهلكار ژوبل شوي وو۔ جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه ۔اکرام خان د پلار نوم ئې خان زادہ د کالعدم تنظیم غړې ؤ۔ دې د ممبر وېلېج ډیفنس کمېټۍ په غړي عبدالرحمان بريد كښې ككړ ؤ چې په نتيجه كښې ئې هغه شهيد شوې ؤ۔ په جوډیشل مجسټریټ او ټرائل کورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه
متعلقہ مضامین
-
China, Pakistan academic forum held for scientific and economic cooperation
-
APHC expresses concern over detainees’ plight in IIOJK jails
-
Punjab IGP says traffic management system to be improved
-
Sajal Aly discusses Ahad Raza Mir’s absence at the premiere of ‘Khel Khel Mein’
-
Basharat promises solid steps for transparent by-polls
-
Commercial use of state land by military unconstitutional: CJP
-
Sindh Bar Council secretary killed in Karachi
-
COVID-19: Pakistan logs 9 deaths, 414 new cases in a day
-
EVMs and i-voting were not among the bills passed into law by President Alvi
-
Indian diplomat summoned to reject ‘mischievous spin’ given to Gurdwara Darbar Sahib incident
-
15 year old boy gang raped and killed in Gujranwala
-
Opposition rejects in-camera session on national security