اسلام آباد ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي اولس ته په ډېمز فنډ كښې د برخې اخستو خواست كولو سره وئيلي دي د اوبو پنګو زياتوالي او د اوبو ساتنې ته بايد خاص پام وګرځولې شي۔ د كركيلې څانګه او د ښاريو وداني دې اوبه كارولو كښې احتياط وكړي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ په جاري كړې شوي وېډيو پېغام كښې وكړه۔ اولس مشر خپل پېغام كښې ووئيل چې زه د اولس پام د پاكستان په چاپېرچل د ګلوبل وارمنګ ضرر رسوونكو اثراتو پلو ګرځول غواړم۔ د ګلیشیئر ويلې كېدو سره به د اوبو په پنګو اغېز راځي او د اوبو د كمي امكان دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هر وګړي او حكومت له به سوچ كول وي چې د اوبو پنګو كښې اضافه څنګه وكړې شي۔ اولس مشر وزيراعظم او چيف جسټس ته د ډېمز فنډ په جوړولو مباركي وركړه دغسې چې عام اولس هم دې كښې برخه واخستلې شي۔ ده اولس ته خواست وكړو چې دې كښې بشپړه برخه واخلي۔ ده د كركيلې څانګې سره پېوست كسانو ته اپيل وكړو چې هغوي دې څانګه كښې زياتو نه زياته سرمايه كاري وكړي دغسې چې اوبه لږې نه لږې وكارولې شي۔ اولس مشر په دې مهال د نبي كريم (ص) د تعليماتو ذكر كولو سره ووئيل د نبي كريم (ص) پېغام دې چې كه د درياب په عاړه څوك اودس كوي نو هم دې اوبه ضياع نه كړي۔ اولس مشر ووئيل 14 سوه كاله وړاندې د چاپېرچل پياوړتيا او د اوبو تحفظ له چې كوم پېغام وركړې شوې دې ددې نه زيات غوره پېغام ترلاسه كېدې نه شي او مونږ له به مذهبي فريضه ګڼلو سره په دې عمل كول وي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د دريابونو چې څومره اوبه راځي كه دا مو په صحيح توګه ذخيره كړې او په صحيح ډول مو وكارولې نو كه لوئې څښتن ته منظور وي دلته به د اوبو هېڅ مسئله نه وي
متعلقہ مضامین
-
Sanjrani turns down Indian invite to attend PAC ceremony
-
Pakistan’s missile program one of best in world: Fawad
-
GCU, Turkish university sign accord for collaboration
-
IHC seeks report on steps taken for protection of journalists
-
Two soldiers martyred in clash with terrorists
-
Help desk under Kamyab Jawan Program soon: governor
-
Measures underway to bring rural areas on par with urban: Asad Umar
-
Sino-Pakistan Institute of Electric Power unveiled
-
World must pay attention to Afghanistan, says governor
-
Abducted TikToker Huda Batool recovered
-
Fawad criticises the designer for modelling at the Gurdwara Darbar Sahib bareheaded
-
Khanpur’s minor siblings operating swings to make ends meet