اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وئيلي دي چې چین او پاکستان ستراتېژك شراكتدار دي ٬ د سي پېك منصوبو تعين دواړو هېوادونو ته په شريكه سلا كول دي٬ سي پېك كښې نوې ستراتېژك شراكتدار د شاملولو هېڅ پرېكړه نه ده شوې٬ په انفرادي منصوبو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركېدې شي ٬ پخواني حكومت سي پېك ګېم چېنجر ګرځوله خو پارلمان ئې د لوظنامو نه بې خبره ساتلې ٶ٬ د فاټا انضمام نه پس به هم فاټا او پاټا لپاره مراعات تر پنځو كالو دوامدار وي٬ په اېن اېف سي پېشرفت لپاره دې دې اعلٰې وزيران خپل نمائندګان ونوموي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په ضمني مالياتي (بدلون) بل بحث راغونډولو سره اسد عمر ووئيل د سي پېك منصوبو پاكستان او چين له پېشرفت كول دي٬ ستراتېژك شراكتدار د دواړو هېوادونو دي٬ سعودي سره اصولي خبره شوې وه ٬ لا څه لوظنامه نه ده شوې او سي پېك كښې به نور ستراتېژك شراكتدار نه شاملوٶ۔ ده ووئيل د انكم ټېكس په قانون كښې د بدلون اطلاق به د جولائي د وړومبۍ نيټې څخه وي۔ فائلرز او نان فائلرز پحقله سېنېټ څخه هم تجويزونه ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو پحقله قانون دا وائي چې كه ھغوي په كال كلښې 182 ورځې په پاكستان كښې وي نو ګوشوارې به جمع كوي او د وراثت په معامله رعايت وركړې شوې دے، بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو له ګوشوارې جمع كولو ضروري نه وي خو د 60 ورځو ترسيلات زر څخه ھغوي جائېداد او ګاډي اخستې شي۔ ده ووئيل د ريكوډك او آېل ريفائنري منصوبو پحقله واك بلوچستان لري ٬ دا يو ځائ نه دي ليك چې وفاقي حكومت د آسانۍ وركولو كردار نه شوي ترسره كولې خو پرېكړې به د بلوچستان حكومت له كول وي ۔ ده ووئيل د ريكوډك كېس د ثالثۍ په نړيوال عدالت كښې پاكستان بائيللې دے يوازې د دې اېوارډ كېده پاتې دي٬ د سعودي حكومت د دې په هواري كښې د مرستې وړاندېز كړې چې د بلوچستان اعلٰې وزير ورسره هم
متعلقہ مضامین
-
SHC extends Qaim Ali Shah, Sharjil Memon’s bail over illegal appointment case
-
Inter-civilizational dialogue vital to save billions from hunger: FM
-
Justice Gulzar reprimands Sindh revenue board officer
-
Opposition terms govt ‘incompetent, apathetic’
-
Protest rally in Muzaffarabad condemns massacre in IIOJK
-
PTV Sports gets relief from Lahore court after PCB suspends agreement
-
SC asks NAB to submit report on cases’ progress
-
Anti-rape law clarifies role of admin, police, hospitals: Dr Farogh
-
It is not contempt of court to speak about retiring judges, even ex-CJPs: Justice Minallah of the IHC
-
Nisar Afzal gets clean chit as SFO ends 15-year pursuit of fraud case
-
Rescue 1122 advises not to use gas compressors during winter
-
Audio/video leaks inventors want to hide their corruption: Hasaan