اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي د پمز روغتون ناڅاپي دوره وكړه په روغتون كښې د ډينګي پشمول په نورو رنځونو پرتو رنځورانو ته ئې د ترلاسه آسانيو جاج واخست۔ د كورنيو چارو داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې پھ دې موقع د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي ووئېل چې اولس ته د روغتيا بنيادي آسانۍ وركول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔دوهم وزير د روغتون عملې ته عامو رنځورانو ته د روغتيا ښه آسانيو او داروګان وركولو باوري كولو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل چې په پمز روغتون كښې د روغتيا آسانۍ د نورو روغتونونو په نسبت ښه دې خو اوس هم دلته د ډېر كار كولو ضرورت دې۔ ده ووئيل چې پمز ايمرجنسي وارډ كښې مسئلې رامخې ته دي۔دوهم وزير په روغتون كښې موجوده رنځورانو سره وليدل او د دوي څخه يې د آسانيو په اړه پوښتنه وكړه۔ دوهم وزير د روغتون ايمرجنسۍ پشمول د بېلو څانګو څارنه وكړه۔ په دې موقع دوهم اي ډي ډاكټر ذوالفقار دوهم وزير ته په روغتون كښې د روغتيا آسانۍ او بېلو څانګو په اړه بريفنګ وركړو
متعلقہ مضامین
-
Senate chairman refuses Lok Sabha speaker’s invite to visit India
-
Holy Prophet (PBUH) dearer to us than our lives: Ashrafi
-
Rashid for better relations between police, public to improve law & order
-
TAG partners with IDEMIA to offer eco-friendly debit card
-
Cracks in PML-N are visible: Khawar
-
Sewage water samples found polio-free: Buzdar
-
Experts for promoting Pakistan’s initiatives on climate change
-
SC orders to speed up Nasla Tower demolition
-
Colonialism affected badly on the mentality of Muslims: PM
-
Maryam Nawaz’s alleged audio leaks again
-
Muhammad Ziauddin, veteran journalist, passes away
-
Govt failed to protect national interests: Shehbaz Sharif