اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي دي وزيراعظم د 50 لكه كورونو جوړولو لپاره د اتهارټي اعلان كړی كوم چې يو ښه اقدام دے٬حكومت مخالفې ډلې له ټولې آسانې وركوي٬حكومت به اولس سره شوي ټول لوظونه تر سره كوي٬د ماډل ټاؤن پېښه كښې ككړ كسان انجام ته رسولو له د پنجاب اعلٰی وزير آئي جي ته د كاروائۍ كولو وئېلي٬په كومه چې د لسو ورځو تېرېدو باوجود د پنجاب آئي جي عمل نه دې كړې٬بايد بيورو كريسي د اولسي نمائندګي احترام وكړي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د اطلاعات وزير ووئيل حكومت اپوزېشن ډلې له ټولې آسانۍ وركوي خو مخالفه ډله غواړي چې يو يونين جوړ كړې شي كوم به چې د يو بل د غلا تحفظ كوي٬مونږ به دا هېچرې هم ونه كړو٬ ده ووئېل اولس سره شوي لوظونه به ترسره كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان چې د ټاكنو څخه وړاندې اولس سره لوظ كړې ؤ چې د غلو به احتساب كولې شي٬نن د هغوي احتساب كېږي٬كه په چا ښه لګي يا بد اولس سره شوي لوظونه به ترسره كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د ماډل ټاؤن پېښه كښې ككړ كسان انجام ته رسولو له د پنجاب اعلٰی وزير آئي جي ته د كاروائۍ كولو وئېلي٬په كومه چې لسو ورځو تېرېدو سره د پنجاب آئي جي عمل نه دې كړې٬بايد بيورو كريسي د اولسي نمائندګي احترام وكړي۔وفاقي وزير ووئيل د تېرو لسو كلونو تحقيقات دې وكړی شي چې چا چا معيشت ته زيان رسولې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب وفاقي وزير ووئيل ناصر دراني خپله استعفٰی د خراب صحت په بنياد وركړې٬بيورو كريسي داسې ګڼي چې هېواد مونږ چلوو خو اولس مونږ له مېنډېټ راكړی كوم بل چا له يې مېنډېټ نه دې وركړی۔ ده ووئېل وزيران حق لري چې د خپلې خوښې افسران منتخب كړي دغسې حكومت ته هم حق ترلاسه دے چې اېډمنسټرېټر ولګوي۔ده ووئيل ايران او چين خپلې خپلې ګټې لري خو مونږ له به د خپلې ګټې تر مخه مخ پھ وړاندې تلل وي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل شهباز شريف حكومت نه قامي احتساب بيورو نيولې او هغه يې پرېښودې هم شي۔وفاقي وزير ووئيل د تجاويزات په ضد د روانو عملياتو په مهال په زرګونو كناله زمكه راخلاصه كړی شوې
متعلقہ مضامین
-
No evidence against ASI, counsel tells court
-
Expatriates sent over $ 3bn to Roshan Digital Account: Farrukh
-
Punjab govt launches plan to solarize jails
-
SBP committee wants cryptocurrency to be banned in Pakistan
-
P-5 statement a positive development; can pave way for strategic stability: FO
-
COVID 19: Pakistan revises inbound air passengers’ quarantine policy
-
AIOU opens first phase of admissions
-
IG orders PHP to make patrolling effective
-
1100 kites confiscated, nine sellers held
-
Zaidi gives seven-day ultimatum to Sindh govt for withdrawal of LG law
-
PTI govt promoting literature, art and culture: Fawad Ch
-
Steep rise in Covid cases sets alarm bells ringing