اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قومي ورثه وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د تبليغي جماعت امير مولانا عبدالوهاب په مړينه خواشيني ښودلې۔ د اتوار په ورځ د غمرازې په پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل چې مولانا عبدالوهاب په ټوله نړۍ كښې د اسلام ترويج او د پېغمبر اسلام ﴿ص﴾ د تعليماتو په خپرولو كښې ځانګړې مقام لري۔ ده په نړۍ ثابته كړې د محبت٬ برداشت او روحاني سكون د لارې په انساني سوچ او كردار كښې بدلون راوستل كېدې شي۔ مولانا عبدالوهاب په هغو سكالرانو او علما دين كښې شمېرل كېږي كومو چې خپل ټول ژوند د اسلامي تعليماتو ترويج او د قرآن پېغام خپرولو لپاره وقف كړے۔ د رائېونډ په تبليغي اجتماع كښې به هر كال د لكونو په شمېر خلق د ده د اسلام د امن مذهب په توګه پېغام اورېدولو لپاره راتلل۔ دا د حج نه پس په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو دوهمه لويه اجتماع ده۔ ده ووئيل چې مولانا عبدالوهاب چې د كوم پېغام خپرولو لړې پېل كړې وه٬ هغه په تندې سره په ټوله نړۍ كښې خپرېږي او دا به په دنيا او آخرت كښې د ده د بخښنې سبب وګرځي۔ ده د ارواښاد ايصال ثواب او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan desires to play role in bringing US, China closer
-
All coalition partners behind PTI govt: Qureshi
-
PHC declare termination of Assistant Registrar, Women University, Swabi as illegal
-
Pakistan sends over 3000 medical staff to Kuwait soon
-
Senate body for setting LPG air-mix plants in remote areas
-
Ombudsman provides relief to BDS student in Karachi
-
MPA attack case: court extends judicial remand of two ‘shooters’
-
School hijab row highlights India’s religious divide
-
Turner, Moeed agree world shouldn’t abandon Afghans
-
PM awards top 10 ministries for ‘good performance’
-
Envoys of four countries present credentials to President Alvi
-
Steps afoot for giving maximum relief to people: KP CM