اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار خان آپریدي وئيلي دې بحریه انکلیو د سي ډي اے 514 کناله زمكه قبضه كړې ده٬ بحريه انكليو كښې د عملياتو په مهال 65 كمرشل ودانۍ غورځولې شوې ٬ په سركاري زمكو د قبضې او په رياست دننه د رياست جوړولو د هڅو كوٶنكو نفي نوې پاكسان دے٬ په تجاوزاتو د معاونت كوٶنكو په ضد به پلټنې كولو سره سخت كاروائي كولې شي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ بحريه انكليو كښې د تجاوزات په ضد د سي ډي اے د اپرېشن په موقع ميډيا سره وكړې ۔ ده ووئيل پاكستانې قام د 60 په لسيزه كښې د پرمختګ رېكارډ قائمو كښې بريالې شوې ٶ خو كله چې د قانون په سرلوړۍ سودا وكړې شوه نو د پرمختګ عمل اودرېد۔ ده ووئيل كله چې په قانون سمجهوته پېل شوه نو هر ناسم كار كوٶنكي ووئيل دا پاكستان كښې كېږي٬ خو اوس به داسې نه كېږي ٬ ده ووئېل په سركاري زمكو د قبضې او په رياست دننه د رياست جوړولو د هڅو كوٶنكو نفي نوې پاكسان دے۔ ده ووئيل څوك د قانون نه پرته نه دي٬ ټولې صوبې د تجاوزاتو په ضد عملياتو كښې كردار لري۔ ده ووئيل وړومبې به په غريب قانون نافض كېدو ٬ د حكومت دريځ واضح دے٬ مونږ به په هېڅ صورت تجاوزات نه زغمو۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې تجاوزات مافيا ته آسانۍ وركړې شوې٬ د دغو خلقو په ضد به كاروائي كولې شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم په امر چې معصوم كسان مه تنګوۍ٬ د بحريه انكليو ذمه واري ده چې په كومو خلقو ئې زمكې خرڅې كړې هغوي له معاوضه وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
Fawad greets 10 ministries awarded for excellent performance
-
Beijing 2022 to promote winter games in Pakistan: experts
-
Complaint cell helping address public grievances: CCPO
-
“Everyone beautiful like snowflake”: Pakistani performer of Beijing Winter Olympics’ opening ceremony
-
Four LPG refilling shops sealed in Lahore
-
Youth must play their role in exposing Indian atrocities: Mashaal Malik
-
102 power pilferers nabbed in a day in South Punjab
-
Police observe Chairing Cross Martyrdom Day today
-
Time for people to table no-trust against govt
-
PM orders review of 0.238m PCP complaints
-
1100 kites confiscated during crackdown
-
CDA fix waterfall at F-9 Park