اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي په 12 مه 5 كلنه منصوبه كښې اقتصادي استحكام ٬ د كركيلې پېداواري صلاحيت او كاروبار كښې زياتوالې ٬ د صنعتونو پرمختګ او برآمداتو ته وده وركولو ٬ بشري وسائلو ٬ د انفراسټركچر پرمختګ ٬ مربوط انرجي پلاننګ ٬ بې وزلۍ كښې كمي ٬ د غوره پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو ٬ انتظامي اصلاحاتو او دكم پرمختګ كړې سيمو ښه والي او موسمياتي بدلون پلو پام ګرځولې شوې وفاقي وزير اكنامك اېډوائزري كونسل ته د 12 مې 5 كلنې منصوبې په مسوده د بريفنګ مشري كوله۔ وفاقي وزير ووئيل دا پرېكړه شوې ده چې په 5 كلنه منصوبه فعاله عملدرآمد لپاره به وزارت كښې درې مياشتنيز جاج اخستلې شي۔ وزیراعظم به كال كښې دوه وارې جاج اخلي۔ ده ووئيل د بنيادي اډانې پرمختګ ٬ ټرانسپورټ، هاؤسنګ، مواصلات، توان او د اوبو څانګې سره اړوندو منصوبو ته به ترجيح وركولې شي۔ مخدوم خسرو بخیتار ووئيل حكومت د ټولو روانو منصوبو د كومو اضافي خرڅونو نه غېر په وخت سرته د رسولو عزم لري۔ د 5 كلنې منصوبې ترمخه د اوسط 5.4 فیصد شرح نمو ترلاسه كولو هدفت ټاكلې شوې دې۔ د منصوبې ټول حجم 11.750 ټریلین روپۍ دې په كومو كښې چې تر يو ټرېلين روپۍ د پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ ترسېوري لاندې د سرمايه كارۍ هم شاملې دي۔ په دې مهال د پلاننګ سېكتر ظفر حسن ووئيل مسوده ډېرې خوارۍ او ټولو همكارانو سره اوږد مشاوارت څخه وروستو تياره كړې شوې ده۔ ده ووئيل د اکنامک اېډوائزری کونسل سفارشات شاملولو نه وروستو به قومي اقتصادي كونسل څخه د منصوبې منظوري اخستلې شي
متعلقہ مضامین
-
PTI sends review plea on NA verdict to SC
-
No, Imran, no remittances: PTI activists hold demos in London
-
Names of 6 Imran Khan aides added to stop list
-
Pakistan-China cooperation on sorghum new milestone in CPEC
-
PTI pleads SC to form full court on presidential reference
-
Alvi goes on ‘sick’ leave hours before Shehbaz’s oath
-
Imran Khan to chair two important meetings today at Bani Gala
-
PM calls urgent meeting of economic experts
-
IHC suspends order to place Imran’s aides on no-fly list
-
Girl killed by father for refusing to marry old man
-
Food quality at sasta bazaars reviewed
-
TTP terrorist involved in attacks on armed forces arrested