اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم به اپرېل كښې د نوې پاكستان هاٶسنګ منصوبې په وړومبي پړاٶ كښې بلوچستان او اسلام آباد كښې د يو لك 29 زره اپارټمنټس جوړولو د بنياد تيګه اېږدي٬ په وړومبي پړاٶ كښې به كوئټه او ګوادر كښې يو لك لس زره ٬ اسلام آباد كښې د څلورو بېلا بېلو منصوبو له مخې 19 زره اپارټمنټس جوړولې شي۔ د وزيراعظم دفتر لخوا د جاري شوي خبر پاڼې له مخې دا پرېكړه د نوي پاكستان هاٶسنګ منصوبې له مخئ هاٶسنګ منصوبو كښې د پېشرفت د جاج غونډې په مهال شوې۔د غونډې په مهال وزیراعظم ته ووئيل شول د دې پروګرام له مخې به د بلوچستان په دوه ښارونو كوئټه او ګوادر كښې به يو لك لس زره او اسلام آباد كښې په څلورو بېلو ځايونو كښې 19زره اپارټمنټس جوړولې شي۔ د هاٶسنګ سېكتر ډاکتر عمران زېب خان وزیراعظم ته ووئيل د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ جوړولو لپاره مسوده قانون لېجسلېټيو كېسز لپاره كابينه كمېټۍ ته لېږلې شوې ۔ په دې كښې د هاٶسنګ پحقله د قرض د ريكوري طريقه كار ٬ فور كلوژر قانون شامل دې۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ جوړولو لپاره ټول ضوروري لوازمات به په دې اوونۍ كښې بشپړ كړې شي ۔ د هاٶسنګ سېكتر وزيراعظم ته ووئيل وزارت بلوچستان حكومت سره په ګډه د كوئټه په وحت كالونۍ كښې پنځه زره ٬ ګوادر كښې 55 زره ٬ فشر كالونۍ كښې 54 زره او د صوبې په نورو ځايونو كښې اپارټمنټس جوړولو لپاره د تفاهم په يادښت لاسليك كولې شي۔ ده ووئيل آزاد جمو كشمير كښې به درې زره يونټس او اسلام آباد كښې به 19 زره يونټس په وړومبي پړاٶ كښې جوړولې شي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول په چكلاله كښې د سي ډي اے په زمكه 30 زره
متعلقہ مضامین
-
Wasay urges establishing NADRA offices in remote areas of Balochistan
-
IHC points out objections on plea of ex-governor Punjab
-
World’s deafening silence over Yasin unfair trail deplorable: Mushaal
-
IHC directs ICT Police to produce Shireen Mazari
-
PML-N, allies express confidence in CM Hamza
-
PTI wants anarchy in country: PML-N
-
Locals seek early completion of Mangla lake bridge project
-
‘No Chutti Plus’ campaign launched to raise awareness on MHH challenges
-
Eight die, several injured as bus falls into ditch near Murree
-
High courts bar govt from arresting PTI workers
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri