اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) خارجه دفتر د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د كركټ د نړيوال كپ د مېچ په موقع پاكستان په ضد د بېنرو هسكولو او د شائقينو د يوې ډلې لخوا د پاكستانو لوبغاړو په ضد د غېر شائسته طرز عمل سخته غندنه كړې۔ خارجه دفتر د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دا معامله ډېره د افسوس وړ ګرځولې۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا ناوړه پروپېګنډې لپاره د لوبو مېدانونهه كارول د قبلولو وړ نه دي۔ مونږ د لوبو او د قانون نافذ كوونكو اړوند ادارو نه طمع لرو چې د دې معاملې دقيقې پلټنې وكړي او د ذمه وارو په ضد كارروائي وكړې شي۔ خارجه دفتر وئيلي دي چې دا معامله به په سفارتي كچه هم پورته كولې شي۔ نړيوالې مېډيا د ځينې شائقينو لخوا د پاكستان په پلوي تماشبينو د بريد او تشدد اطلاعات خپاره كړي دي او د دې مهم مېچ په كورېج كوونكې د مېډيا په ډله تشدد شوے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Rain-wind/thunderstorm likely at few parts of country on Friday: PMD
-
KP govt employees welcome 15pc raise in salaries
-
PTI’s Billion Tree Tsunami gets Rs4.5 billion less than last year’s
-
Balochistan to produce 470 qualified doctors by 2026
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens
-
Indian troops martyr Kashmiri youth in Kulgam
-
Teachers demand scale up-gradation
-
Pakistan slams shameful treatment of Muslim protestors in India
-
Six dead, 1,060 injured in 987 accidents across Punjab
-
Punjab Assembly ruckus: court grants interim bail to Fayyaz Chohan, Mussarat Cheema
-
Shujaat vows to extend support to current govt
-
Pre-monsoon rain-thundershowers likely from June 15 (Wednesday)