پېنډۍ 07 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د شورو په ورځ د پاکستان باني قائد اعظم محمد علي جناح په مزار حاضري كړې او هغه ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې٬ د پوځ سرلښكر په مزار د ګلونو څادر غوړولو سره فاتحه خواني هم وكړه۔ آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د كراچۍ کور هيډ کوارټرز دوره وكړه او د اپرېشنل ، سيکيورټي او د فارميشن د نورو چارو پشمول سندھ په خاص توګه د سندھ دننه د اوسني قدرتي آفتونو په مهال د سول انتظاميې د مرستې په اړه بريفنګ وركړې شوه۔ سرلښكر د آپرېشنل تيارو او په دې وروستيو كښې د سېلاب په مهال د سندھ تر اولس په سمدستي توګه په رسېدو د پاك پوځ او رېنجر دستو د هلو ځلو ستاېنه وكړه۔ سرلښكر صوبه په خاص توګه مېګالو پوليټن ښار کراچۍ كښې امنيتي او د محفوظ ماحول په ځائ ساتلو لپاره د فارمېشن، اړوند ادارو او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو ستائنه وكړه۔ د دې نه وړاندې كراچۍ ته په رارسېدو د كوركمانډر لېفټيننټ جنرال محمد سعيد د سرلښكر هركلے وكړو
متعلقہ مضامین
-
Islamabad police adopt system to better serve citizens
-
Islamabad police adopt system to better serve citizens
-
No better society without peace, justice: Qasim Suri
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
COMSTECH to celebrate ‘World Science Day for Peace & Development’
-
Court seeks NAB’s comments on acquittal plea of PPP’s senator
-
11 injured in Kharan blast
-
LNG reference against ex-PM adjourned till Nov 9
-
Developed West misusing freedom of expression
-
COVID-19 claims 11 more lives