لاهور 22 دسمبر (اے پي پي )د سمندر پورې پاكستانيانو او د بشري وسائلو د پرمختګ وفاقي وزير ساجد حسېن طوري وئېلي دي په نوې پراجېكټ كښې سمندر پورې پاكستانيان حق لري ٬د سمندر پورې پاكستانيانو مسئلې ډېرې زياتې دي او د دې حل لپاره زمونږ وزارت شپه ورځ كار كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د سمندر پورې پاكستانيانو فاؤنډېش(او پي اېف)هاؤسنګ سكيم فيز(ون)خيابان جناح كښې د هائي رائز كمرشل بلډنګ بنياد تيګه اېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په دستوره كښې ذوالفقار بدر٬سيده فاطمه حسن٬ډاكټر عالم شېر او او پي اېف افسرانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو مسئلو حل لپاره زمونږ عمله شپه ورځ كار كوي٬د سمندر پورې پاكستانيانو كيسز حل لپاره د سپېشل كورټس سمري منظورۍ لپاره پارليمنټ ته لېږلې شوې دغسې چې په شپږو مياشتو كښې د هغوي مسئلې حل شي۔ده ووئيل او پي اېف سكيمونو كښې به سمندر پورې پاكستانيانو ته د سرمايه كارۍ لپاره بشپړه موقع وركولې شي او په دې لړ كښې به سمندر پورې پاكستانيانو ته د اېن او سي وركولو په اړه ټول خنډان لرې كولې شي۔ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو ماشومانو ته رامخې ته تعليمي مسئلې به هم حل كړی شي٬هغوي ته به د اېچ اي سي د لارې سكالرشپس او بهر هېوادونو كښې د تعليم موقعې وركولې شي۔وفاقي وزير ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې هم فليټس تعمير كړے شوي٬په ټول هېواد كښې 5 نيمه زره فليټس به فرورۍ كښې وركرز ته وركړے شي او د وركرز لپاره روغتون٬سكول او نورې د خېرښېګړې منصوبې هم جوړوو۔په آخر كښې وفاقي وزير د بلډنګ د بنياد تيګه كېښوده
متعلقہ مضامین
-
Punjab reports 493 new dengue fever cases
-
Pakistan won’t attend Indian moot on Afghanistan
-
Sh Rashid promises 20 ambulances for Rescue 1122 service in Islamabad
-
COVID-19: NCOC records 11 more deaths, 567 new cases in last 24 hours
-
NH&MP crack down on irregular number plates
-
India’s NSA Summit an abortive attempt to undo ‘spoiler’ image
-
Bilawal terms TTP talks ‘illegitimate’
-
Govt decides to bring entire sugar stock in market for sale
-
KP minorities’ housing quota enhanced
-
IHC seeks PTA report on banning TikTok
-
India sends thousands more troops to IIOJK
-
Babies infected with Rubella face heart ailments, blindness