بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چين د پاکستان تزويراتي شراکت دار دے، پاکستان چين سره په دوستۍ وياړ لري٬ چين سره په ټولو څانګو كښې اړيكو ته وده وركول غواړو،بېلټ اېنډ روډ منصوبه د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي بهترين ذريعه ده۔ د چين صدر شي جن پنګ سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې انوار الحق کاکړ ووئيل د نړۍ يو طاقت د پاكستان او چين په اړيكو كښې بېلتون نشي راوستلے٬ چين د پاکستان تذويراتي شراکت دار دے، د شي جن پنګ په وژنري قيادت كښې پاکستان لپاره يو شمېر موقعې موجود دي۔ انوار الحق کاکړ ووئيل بېلټ اينډ روډ فورم كښې په رابللو د چين د مشرانو مننه كوم، د چين پرمختګ ټولو لپاره بهترين مثال دے۔ ده ووئېل د شي جن پنګ تېره ورځ وېنا د دې عظيم وژن عكاس وه۔ ده ووئيل ګرده نړۍ يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده ۔ په دې موقع صدر شي جن پنګ ووئيل پاكستان سره په بېلا بېلو څانګو كښئ اړيكو ته وده وركول غواړو، سي پېك د پاکستان او چين د قوي اړيكو عكاس منصوبه ده
متعلقہ مضامین
-
Shehbaz using delaying tactics to avoid indictment in money laundering case: Farrukh
-
Two died in road accident
-
Opposition to face defeat on No-confidence motion: Kanwal Shauzab
-
30,822 teams to vaccinate 6.362mln children in KP: Official
-
Bad governance, high corruption, hallmark of PPP govt: FM Qureshi
-
NCOC allows full capacity crowd for Pakistan-Australia series
-
Marriage under age 18 illegal: IHC
-
Pakistan needs large number of doctors in future: Health Minister
-
City receives rain
-
M-Tag facility to be deployed at Islamabad E&T Office
-
Senate panel on maritime affairs meets
-
PML-F to hold protest against increasing crimes