اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د حج پروازونو شېډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ اے پي پي سره خپله خصوصي مركه كښې ووئيل چې حج پروازونه به د پاكستان لس ښارونو څخه روانېږي۔ په دې اړه موبائل اېپ “پاك حج اېپ” جاري كړے شوے دے۔ دې سره سره حج له تلونكو ته د اېس اېم اېس د لارې هم د هغوي د پروازونو اطلاع وركړې شوې ده۔ حج له تلونكو ته خواست دې چې هغوي خپل پرواز څخه 10 ورځ وړاندې اړوند حاجي كېمپ ته رجوع وكړي او خپل وېكسي نېشن وكړي۔ ده ووئيل په 9 مئی به اسلام آباد، کراچۍ او لاهور څخه درې ٬ درې او سيالكوټ او ملتان څخه يو يو پرواز روانېږي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې په ضلعي كچه د حج تربيې دويم پړاؤ پېل شوے دے كوم به چې تر آخري حج پرواز روان ساتلې شي۔ ده ووئيل اوور سیز پاکستانیان دې هم له خپلو روانېدو څخه 10 ورځې وړاندې پاكستان ته رارسېدو سره خپل پاسپورټ د حج وزارت كښې جمع كړي دغسې چې د هغوي وېزې او ټكټ ته هم حتمي شكل وركړے شي۔ د مذهبي چارو وزارت به د سوشل ميډيا ٬ حج اېپ او د اېس اېم اېس د لارې د عازمينو لارښودنه روانه ساتي۔ ده ووئيل حج له تلونكو ټولو پاكستانيانو له به سمارټ فون ځان سره وړل لازمي وي دغسې چې هغوي په دې كښې د پاك حج اېپ په شمول سعودي عربستان كښې د حج مناسك ادا كولو له نور اېپس هم ډاؤن لوډ كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Qadir stresses enhanced world cooperation to strengthen health system
-
Sindh allocates Rs. 326.80 billion for education sector in 2022-23
-
FM Bilawal informs UN chief about India’s Islamophobic actions
-
Muzaffargarh- third rape incident reported in 48 hours
-
Will DG ISPR decide on conspiracy against PTI?
-
PM Shehbaz directs to start work on Sukkur-Hyderabad Motorway
-
Court grants interim bail to co-accused in money-laundering case
-
Inter physics question paper leaked in Larkana
-
Petition seeking post-mortem of Aamir Liaquat’s body filed
-
Coalition government to ‘extinguish fire of inflation’ ignited by Imran: Marriyum
-
PM congratulates nation on Pakistan’s forthcoming return to FATF white list
-
Human rights declared as cornerstone of Pakistan’s domestic policy