اسلام آباد۔8 مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د هالي وډ پروډكشن ګروپ لخوا په پاكستاني كلتور د نړيوال فلم جوړول خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے٬ د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كلتور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې موقعه وركړي٬ په پاكستان كښې فلم يوازځنې صنعت دے كوم چې ټېكس فري دے۔ دا خبره ده د هالي وډ پروډكشن ډلې غړو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير هالی وډ پروډکشن ډله په هېواد كښې د فلم په څانګه كښې روان پېشرفت څخه خبر كړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے او باور لرم چې د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كلتور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې كولو موقعه وركړي۔ ده ووئيل د شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ په تېر حكومت كښې فلم پالېسي بحال كړه۔ ده ووئيل په بجټ 23 ۔ 2022 كښې د يو ارب روپو فلم فنانس فنډ جوړ كړے شو۔ ده ووئيل په دغه بجټ كښې فلم جوړونكو ته تر 5 كلونو ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ دغسې نوو سېنما هالونو ٬ پروډکشن هاؤسز او فلم میوزیمز جوړولو له تر 5 كلونو لپاره د انکم ټېکس، د فلم او ډرامې په درآمد كولو د لس كلونو لپاره ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ ده ووئيل د سکرین ټورازم د لارې پاكستان خپله بيانيه نړيوالې كچې ته ورسوله۔ وفاقي وزير هالي وډ پروډکشن ډلې ته د حكومت او خپل اړخه د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په دې موقع هالي ووډ پروډکشن ډلې په كوربتوب كولو د پاكستاني حكومت ٬اولس او د فلمي صنعت ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل مونږ د دې دورې څخه زيات خوند اغستے ٬ د پاكستان ښكلا ٬ عظيمه كلتوري ورثه او اولس مو زيات خوښ شوے۔ دوي ووئيل په پاكستان كښې د فلم سازۍ لوئي صلاحيت موجود دے ٬ مونږ د دې صنعت مخ په وړاندې بوتللو كښې د مرستې كولو عزم لرؤ۔ په پلاوي كښې جېمز ایم سی میلان، اینډریو جیمز فیرو، لیوسا اسکن، سعدیه اشرف، بدر اکرام او مشعل ثاقب شامل وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هالی وډ پروډکشن ګروپ دا مهال په پاكستاني كلتور د نړيوال فلم عكس بندۍ له د پاكستان په دوره راغلے
متعلقہ مضامین
-
د لوبو په څانګه او په خاص توګه په كركټ كښې به اصلاحات كولې شي٬ په راتلونكي نړيوال كپ كښې به وظيفه اي لوبډله لوبغالي ته لېږو۔ وزيراعظم عمران خان
-
ډېره اسماعيل سره نزدې په كوټله سيدان كښې د پوليسو په چېك پوسته بريد٬ په ځانمرګي چاودنه كښې د درې پوليس اهلكارو پشمول 8 كسان شهيدان شوي دي٬ په پېښه كښې 35 كسان ژوبل شوي
-
د ټاكنو كميسون په خېبر پښتونخوا كښې د ضم شويو قبائيلي سيمو د 12 انتخابي حلقو د غېر حتمي نتيجو اعلان وكړو
-
وزيراعظم عمران خان سره د آئي ټي څانګې د پوهانو ډلې آل سټار ګروپ په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو
-
وزیراعظم عمران خان سره د این ډی اېم اے چیئرمېن لیفټیننټ جنرال محمد افضل وليدل
-
په جهلم كښې د خاص اقتصادي زون جوړولو اراده لرو٬ دلته به د 150 اېكړه ځائ هربل مېډيس فارم جوړولې شي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
-
وطن لپاره د پاك پوځ 10 ځوانان خپل ژوند قربانولو سره د شهادت رتبه ترلاسه كړې٬ د عسكرو شهادت په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د قربانو عكاسي ده۔ د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور
-
پاکستان سعودی عرب سره په ملګرتيا وياړ لري، سعودی عرب په هر سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړې، سپیکر اسد قیصر
-
په حجاز مقدس كښې د پاكستاني حاجيانو اسانيې زمونږ وړومبې ترجيح ده۔ د مذهبي چارو سېكتر
-
وزيراعظم عمران خان سره د اداره جاتي اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن وليدل
-
د کشميريانو د خپلواكۍ تحريك د آزادۍ په تحريك بدل شوې
-
د كشمیر په حقله د هند اقدام څخه مختلف هېوادونه خبرولو له د سېنېټ پلاوي د لېږلو پريكړه