اسلام آباد۔13جون(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د فري لانسرز په حواله پاكستان د نړۍ درېم هېواد دے٬ د راروان مالي كال په بجټ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي ودې له په كرنټ او ډوېلپمنټ دواړو محاذونو په زړه پورې فنډز بېل كړے شوے۔ ډیجیټل انفراسټرکچر به ښه كولې شي۔ د زيارت په ورځ د پوسټ بجټ پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل دا مهال زمونږ د آئي ټي برآمدات 3.5 ارب ډالره دي كوم چې 7 څخه تر 8 ارب ډالرو زياتېدے شي۔ ده ووئيل د وړې او منځومانې درجې كاروبار لپاره چې كوم فنانسنګ ياد شوے هغه نه دے شوے٬ كوچني كاروبار لپاره به بېنكونو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئېل د تېرو څو اونيو څخه زمونږ د سټېټ بېنك ګورنر او پاكستان بېنکرز اېسوسی اېشن سره په دې اړه غونډې شوي ۔ په دغه غونډو كښې كركيلې ٬ آئي ټي او اېس اېم ايز لپاره په فنانسنګ خبرې شوي ۔ دې څانګو لپاره د بجټ سبسډيز لاندې روپۍ بېلې كړې شوي۔ده ووئيل د اېس اېم ايز د فرسټ كلاس ګارنټي به حكومت وركوي۔ دغسې د اېکسپورټ فنانسنګ څانګه اوس اېګزم بېنک ته منتقل كولې شي چې ورسره به اېس اېم ايز ته ګټه ورسي
متعلقہ مضامین
-
National-level round of 1st COAS Inter-Club Hockey Championship 2022 begins
-
Pakistan proposes $1 trillion debt relief for developing countries
-
Verdict exposes IK’s ‘pack of lies’: PM
-
Terrorists abduct, martyr senior army officer in Ziarat
-
LHC accepts PML-N’s appeal against notification of five PTI MPAs
-
Police hold flag march to maintain law & order during by-elections
-
More than 10,000 policemen performed duty on by-polls: CCPO Lahore
-
PTI’s victory: Coalition partners to meet on Tuesday, says Khawaja Saad
-
Met predicts heavy rainfall in Sindh, Balochistan
-
Retailers demand reduction in ghee prices
-
US delegation assures of full support for safe release of Malik
-
Most-modern Gwadar Int’l airport to be operation by September 2023