اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي٬ اروپائي ائتلاف سره اړيكې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لرؤ٬ نړيواله ورورولي دې په مقبوضه جمو وكشمير او غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اروپائي ائتلاف خصوصي استازي فرانس وېن ډيل په مشرۍ كښې ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د بشري حقونو او موسمياتي بدلونونو په شمول په مهمو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيكر ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي او د دې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لري۔ ده ووئيل پاكستان زيات كلتورونه ٬ مذهبونه او قامونه لرونكے هېواد دے٬ پاكستاني وګړو ته د قانون له مخې ټول بنيادي حقونه ترلاسه دي۔ د دوئي د حقونو تحفظ او خېر ښېګړې لپاره پارليمان ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل دلته اقليتي ورورولۍ ته هم په پارلېمنټ كښې بشپړه نمائندګي وركړې شوې ده۔ سپيكر ووئيل نړيواله ورورولي دې په مقبوضه جمو وكشمير او غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس اخستلو سره دغلته د روان ظلم او زياتي مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د جي اېس پي پلس حوالې سره په نړيواله كچه پاكستاني اقدامات ستائلې شي۔ د اروپائي ائتلاف خصوصي استازي فرانس وېن ډيل ووئيل پاكستان په نړيواله كچه يو مهم هېواد دے ٬ ورسره خپلې اړيكې لا مضبوطول غواړؤ۔ اروپائي ائتلاف پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه همكارۍ ته لا وده وركولو كښې خوښي لري۔
متعلقہ مضامین
-
92pc kids vaccinated against Covid-19 in Punjab
-
Everyone delivers speeches, but do nothing when in power: IHC CJ
-
Balochistan floods claim 12 more lives
-
Speakers for implementation of laws along with behavioral changes
-
Miftah and Dar can’t fix economy: Sh Rashid
-
IHC directs petitioner to submit arguments against Imran to ascertain plea maintainability
-
Film stars all praise Mahira’s new stunning look in ‘The Legend of Maula Jatt’
-
Blinken urges Pakistan to seek China debt relief after floods
-
Ashraf wants promotion of Pak-Kazakh economic ties
-
No legislation against divine commands as per Constitution: Ashrafi
-
68,900 more families provided with ration bags: Sharjeel
-
Pakistan and post-flood diplomacy