اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز په بلنه په دوه ورځنۍ دوره د سباؤن سرمايه كارۍ اقدام په سرخط كېدونكي كنفرنس كښې ګډون لپاره د اكتور په 23مه نېټھ رياض ته ځي۔كنفرنس كښې به كاروباري شخصيات٬سرمايه كار٬ د كارپورېټ څانګې نامتو لارښود٬هائي ټېك انډسټري او د ابلاغ ذريعو مهم ادارو استازي ګډون كوي۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند په خپل بيان كښې ووئيل كنفرنس كوم چې”په صحراكښې ډيووس”ګرځولې شوې۔په وړومبۍ ورځ كنفرنس كښې د وزيراعظم عمران خان د ګډون كولو مقصد د پاكستان اقتصادي او د سرمايه كارۍ صلاحيت سره سره پھ راروانو پنځو كلونو كښې د هېواد په حقله خپل وژن څرګندول دي۔ وياند ووئېل وزيراعظم به په دې موقع شاه سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان سره هم ملاقات كوي چې پكښې به په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې كېږي۔بيان كښې وئېلي شوي دا كنفرنس په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ خوښي لرونكو د مهمو كاروباري لارښودو سره د ملاقات كولو موقع هم وركوي٬ ياد دې ووي د سباؤن سرمايه كارۍ اقدام كنفرنس په سعودي كښې اوس د كليزې دستورې شكل خپل كړې ٬وړومبې كنفرنس تېر كال شوې ؤ چې پكښې د 90 هېوادونو 3800 كسانو ګډون كړې وو۔سږ كال په كنفرنس كښې په لويې شمېر د نامتو شخصياتو ګډون امكان لري۔بيان كښې وئېلي شوي د وزيراعظم عمران خان په كنفرنس كښې ګډون د سعودي سلطنت د اړخه د نړيوال كاروبار او سرمايه كارۍ د رامخې ته كېدونكي محور جوړېدلو هلو ځلو سره زمونږ د يو والي عكاسي كوي
متعلقہ مضامین
-
Babar Azam shares best and worst moment of 2021
-
Death toll in Quetta blast rises to six as FIR registered
-
Int’l Hindu delegation arrives in Pakistan on four-day visit today
-
Pakistan achieves milestone of vaccinating 70m eligible masses
-
People support PM’s vision: Farrukh
-
Pakistan reports 556 new COVID cases and 6 deaths
-
PTI believes in fulfilling its promises: Khawar
-
Law, justice key to development: PM
-
Hindu yatrees arrive Pakistan on four-day visit
-
PM Khan inaugurates Pak-China Business Investment Forum
-
IHC serves notice to PM on Khawaja Asif’s plea
-
Danial Schon declared Man of the Year for 2021 in Pakistan by People Magazine