كوئټه 11 جنوري(اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د بلوچستان په كومو ضلعو او تحصيلونو كښې چې ګاز نشته دغه سيمو ته به د اېل پي جي پلانټ د لارې د ګاز آسانۍ رسوٶ٬ بلوچستان كښې به د تېل او ګاز د لټون كار لا ګړندې كولې شي٬ د وفاق په چوكو كښې به بلوچستان له خپل حق وركوٶ٬د وزیراعظم عمران خان په خاص امر د پنجاب ٬ خېبر پښتونخوا ٬ سندھ نه پس بلوچستان ته راروان يم٬ د وفاقي حكومت ټول تحفظاب به لرې كوٶ٬ په دې لړ كښې يو وركنګ كمېټي جوړه كړې شوې كومه چې به د ټولو حل طلب مسئلو هوارېدو لپاره خپل سفارشات وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو ده د جمعې په ورځ د بلوچستان اعلٰې وزير جام کمال خان سره خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ په دې موقع صوبائي وزيران هم موجود وو۔غلام سرور ووئيل د بلوچستان اعلٰې وزير سره ګټورې خبرې شوې چې پكښې جام كمان خان د صوبې ټولې مسئلې په ښه ډول وړاندې كړې په كومو اتفاق رائے لپاره جې يوه وركنګ كمېټي جوړه كړې شوې كومه چې به سفارشات مرتب كوي دغسې چې د ځائي اولس د مسئلو غوره حل ولټولې شي۔ده ووئېل وزیراعظم عمران خان دا خواهش لري چې د وفاق او صوبو ترمېنځه ټولې حل طلب مسئلې په ښه ډول د روغې جوړې د لارې هوارې شي۔ غلام سرور خان ووئيل د ټولو ادارو په بورډ آف ګورننس كښې بلوچستان ته نمائندګي وركولې شي دغسې چې ھغوي د صوبې د اولس مسئلو هواري لپاره په ښه ډول كار وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د بلوچستان په ځينو ضلعو او تحصيلونو كښې ګاز نشته دغه سيمو ته به د اېل پي جي پلانټ د لارې د ګاز آسانۍ رسولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل وزیراعظم خپل ځان او وفاقي كابينه احتساب لپاره وړاندې كړي څوك چې كرپشن كښې ككړ دي بچ كېدې به نه شي۔ وزیراعلیٰ بلوچستان جام کما ل خان خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل د وفاقي حكومت مننه كوٶ چا چې د پټروليم وفاقي وزير نن بلوچستان ته رالېږلې چې ورسره زمونږ ګټور ملاقات شوې
متعلقہ مضامین
-
OIC Secretary General condoles loss of lives in Peshawar blast
-
ISKP founding member surrenders to Taliban govt
-
PM grieved over Warne’s death
-
16 cases registered over illegal wheat transportation
-
65 suspects held during search operation
-
MWMC unveils ‘new strategy’ to clean highways
-
Security put on high alert in Sargodha
-
Misbehavior of Bilawal’s guards with journalists condemned
-
UNSC condemns ‘heinous and cowardly’ terrorist attack in Peshawar
-
Widespread rain, snow likely in KP: Met
-
Foreign forces want destabilization in Pakistan: Sheikh Rasheed
-
Kashmala urges women parliamentarians to work for protection of women inheritance rights