اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي) نومولې شوې چيف جسټس آصف سعید کھوسه به (نن) د جمعې په ورځ د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي به ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې د نومولي چيف جسټس آف پاكستان څخه سوګند اخلي۔ د يادونې وړ ده جسټس آف سعید کھوسه په 21 دسمبر كال 1954 كښې په ډېره غازي خان كښې زېږېدلې۔ په كال 1969 كښې ئې د ملتان بورډ څخه لسم جومات كښې 5م پوزيشن تر لاسه كړې چې په سوب ورته نېشنل ټېلنټ سكالرشپ وركړې شوې۔ په كال 1971 كښې ئې لاهور څخه د انټرمېډيټ امتحان په وړومبي پوزيشن پاس كړې او دغسې په كال 1973 كښې ئې ګورنمنت كالج لاهور څخه بي اے كښې وړومبې پوزيشن ترلاسه كړے۔ د دې نه پس ئې په كال 1975 كښې پنجاب پوهنتون څخه په انګلش لېنګوئج او لټرېچر كحې ماسټر كړے۔ په كال 1978 كښې كوئنز كالج ٬ يونيورسټي آف كېمبرج برتانيه څخه اېل اېل اېم كړے ۔ جسټس آصف سعید کھوسه په 13م نومبر كال 1979 كښې لاهور هائي كورټ كښې او په 12 ستمبر كال 1985 كښې سپريم كورټ كښې د وكيل په حېث انرول شوې ٬ د آئين او قانون په اړه د يو شمېر كتابونو مصنف دے او په بېلا بېلو آئيني او قانوني مسئلو ئې يو شمېر مضمونونه او تحقيقي مقالې هم شائع شوې او د آئين او قانون د مدرس په توګه هم پراخه تجربه لري۔ نومولې شوې چيف جسټس 21 مئي كال 1998 كښې د لاهور هائي كورټ او په 18مه فرورۍ د سپريم كورټ جج جوړ شوې۔ آصف سعيد كهوسه په 19 كالو كښې د 55 زره مقدمو پرېكړې اورولې او په بېلا بېلو هېوادونو كښې ئې په نړيوالو كنفرنسونو او سېمينارونو كښې د پاكستان نمائندګي كړې ده
متعلقہ مضامین
-
Pakistan and Uzbekistan to deepen strategic partnership
-
Police crack down on kite flyers, dozens held
-
Country passing through a ‘critical phase’: Buzdar
-
Gloom as death toll from Peshawar blast mounts to 63
-
PTI govt has full support of its allies: Faisal Javed
-
Court disposes of reference against former KP governor
-
PM due in Karachi today to meet MQM-P leadership, PTI parliamentarian
-
Serena Hotels hosts networking breakfast to honour talented women
-
Top PTI leaders want Usman Buzdar’s ouster
-
11 dead in Punjab road accidents
-
Senate body passes amendment to regulate SC’s suo motu jurisdiction
-
PM arrives at Dir Lower