اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د سټېټ بېنک آف پاکستان لخوا د جوړ كړې شوي الېکټرانک منی انسټی ټیوشنز رېګولېشنز اجراء شوې ده۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د ګل په ورځ يوه دستوره كښې د دې رېګولېشنز په باضابطه توګه اجراﺀ وكړه۔ په دې مهال خپل خطاب كښی د خزانې وفاقي وزير سټېټ بېنك آف پاكستان ته په دې مهم پېشرفت مباركي وركړه۔ ده ووئيل معيشت كښې به بدلون د جدت ډیجیټلائزېشن دې لارې څخه راځي۔ ده ووئيل په عمومي توګه اولس د روايتي بېنكنګ نېټ ورك څخه بهر پاتې كېدل خپل ځان لپاره ګټور ګڼي ولې د الېکټرانک منی ټرانسفر په ډول خذماتو او آسانيو څخه استفادې له به خلق اوس په ډیجیټل نېټ ورک كښې شاملېږي۔ ده ووئيل زمونږ معيشت د نورو مسئلو سره سره د اشرافيه هم ښكار پاتې شوې دې۔ د ادائیګو او وصولو الېکټرانک نظام د معيشت بنيادي برخه جوړېدې شي۔ په دې لړ كښې به د منی ټرانزېکشنز مانیټرنګ فعاله نظام ته هم اړتيا وي دغسې چې د دې د ناوړه كارولو مخنيوي وكړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل مونږ د ټېكنالوجي او دې سره تړلو نورو څانګو كښې د نړۍ څخه وړاندې نه ډېر وروستو يؤ۔ مونږ له به دې لړ كښې پرله پسې وړاندې تلل وي او جدت له به د خپل بېنكنګ نظام پرانستل وي۔ دې څخه وړاندې د سټېټ بېنك دوهم ګورنر جمیل احمد د ای منی انسټی ټیوشنز رېګولیشنز په اهميت او مقاصدو رڼا واچوله۔ په دې مهال د سټېټ بېنک ډائرېکټر پېمنټ سسټم سهېل جبار د ای اېم آئی رېګولېشنز په اړه بشپړه پرېزنټېشن وړاندې كړو
متعلقہ مضامین
-
Nawaz Sharif doesn’t want to load public with more inflation, says Ishaq Dar
-
TCL launches 4K HDR TV with Dolby vision and wide color gamut
-
Sherpao condoles with families of slain Sikh shopkeepers
-
World Hypertension Day observed
-
Ahsan pledges early completion of incomplete projects in Gwadar
-
Woman reunited with Sikh brothers at Kartarpur after 75 years
-
TVET Sector Support Program organizes training for business startups
-
Anti-encroachment operation launched in Thatta
-
‘New generation should work for welfare of poor people’
-
Islamabad police devise night patrolling plan to combat crime
-
Sherry takes notice of bushfire incident at Margallah Hills
-
Govt bans import of luxury, non-essential items