اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) امريكې امكان ښكاره كړې دې چې پاكستان به افغان امن عمل كښې خپل مثبت كردار ترسره كول روان ساتي۔ د خالي په ورځ امريكائي سفارت څخه د امريكائي خاص استازي زلمے خليل زاد د پاكستان دورې په پايه كښې د جاري كړې شوي بيان ترمخه امريكا امكان ښكاره كړې دې چې پاكستان به افغان امن عمل كښې خپل مثبت كردار جاري ساتي۔ د سفارت وېنا ده چې زلمے خليل زاد اسلام آباد كښې دوه ورځو له د خپلو پاتې كېدو په مهال د پاکستان سوېلین او عسکری مشرتابه سره ملاقاتونو كښې د افغان امن عمل په اړه خبرې وكړې۔ امريكائي استازي خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ملاقاتونه وكړل۔ په دې ملاقاتونو كښې امريكائي استازي د طالبانو مذاكرتي ډلې ته سفري آسانيو كښې په مرسته كولو د پاكستاني مشرتابه مننه وكړه۔ دواړو اړخونو افغانستان كښې امن په ځائې كولو او سيمه ايز اقتصادي استحكام او پرمختګ سره په اړوندو چارو هم غور وكړو۔ امريكا امكان ښكاره كړو چې پاكستان به افغان امن عمل كښې خپل مثبت كردار روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
SC decision binding on state institutions: expert
-
Footballs export witnesses 40.38pc increase during last 10 months
-
75pc work on 37 broadband service related projects completed
-
PTI to move LHC against Hamza’s election: Fawad
-
Police officer, gunman murdered near Peshawar Motorway
-
Another leakage of paper in Sindh on exam day
-
Timely completion of development schemes in Kurram district stressed
-
Definition of rape in Hudood Ordinance is a mockery of justice: Justice Isa
-
‘Pro-terrorist’ reporting by international media
-
PTI moves LHC to send Hamza Shehbaz home
-
NA passes FRDL (Amendment) Bill, 2022
-
527,355 kids to be vaccinated against polio in Sargodha