اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د شنګھائی مرستې تنظيم مشرانو غونډې بنيادي مقصد د منطقې په اقتصادي حالت او امنيت لا ښه كولو لپاره شريكې مرستې پحقله د اقداماتو جاج اخستل دي۔ د زيارت په ورځ بشكېك له د روانېدو نه وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون لپاره بشكېك ته تللې دے۔ دا د اېس سي او د مشرانو د كچې غونډه ده چې پكښې مهم هېوادونه ګډون كوي او په ګډون كوٶنكو هېوادونو كښې روسيه ٬ چين ٬ پاكستان او هند هم شامل دي۔ ده ووئيل د دې غونډې بنيادي مقصد دا كتل دي چې مونږ د منطقې حالت او امنيت ښه كولو لپاره د شريكې مرستې د لارې كوم اقدامات كولې شو٬ په دې لړ كښې څو ورځې وړاندې د اېس سي او د خارجه وزيرانو د كونسل غونډه شوې وه چې پكښې مونږ د مشرانو غونډې لپاره ځېنې وړانديزونه مرتب كړې وٶ كوم چې به اوس د مشرانو په غونډه كښې رامخې ته كولې شي۔ ده ووئېل وزیراعظم عمران خان به د نورو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه او مشاورت هم كوي
متعلقہ مضامین
-
Oil prices rise ahead of U.S summer driving season
-
President for skill sets development of IT freelancers
-
Pakistan delegation to visit India next week for water dialogue
-
Audio of Malik Riaz’s conversation with Zardari on Imran leaked
-
Spiritual Therapy – miraculous healing powers of Surah Ar-Rahman
-
ECP resolves 17 complaints out of 22 received in Balochistan LG polls
-
KP issues public advisory for protection from Leishmaniasis
-
Pakistan wants Chinese investment, not aid: PM
-
Minor girl killed, 12 houses gutted in Sukkur fire incident
-
Federal Ombudsman to hold open court in Mansehra today
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
Food dept directs provision of quality, inexpensive flour to people