اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي د وزیراعظم عمران خان لخوا د امريكې دورې په مهال د كشمير كشالې پشمول په مهمو قامي معاملو د جراتمندانه دريځ نړيوالې ورورولۍ ستائنه كړې ده۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې دې ووئيل د كشمير په مسئله د ثالثۍ پحقله د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ بيان په هندي ميډيا د تندر ګزار ثابت شوې۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان په بېلا بېلو د جراتمندانه دريځ په اړه ټول شراكتدار په اعتماد كښې اخستي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د هېواد ټول قيادت په نېشنل اېكشن پلان متفق دے٬ حافظ سعید په نېشنل ایکشن پلان عملدرآمد كولو سره نيولې شوې۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لازوال قربانۍ وركړې دي او د 70و زرو نه زياتې ځائي قربانۍ ئې وركړې دي۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت د آزادۍ په اظهار بشپړه باور لري او په دې لړ كښې به ټولې ادارې مستحكم كوي۔ دې ووئيل مخالفه ډلې سياسي پوائنټ سورنګ لپاره په حكومت ټكونه كوي۔
متعلقہ مضامین
-
PPP demands impartial investigation into forests fire
-
Pakistan set to boost exports with improved product quality: President
-
PTI women parliamentarians protest outside parliament
-
KP likely to allocate Rs379.99b for uplift programme in budget
-
Ex-bureaucrat Cheema appointed PM’s adviser
-
Sarfaraz Ahmed’s career is almost over: Ramiz Raja tells chief selector
-
Putrefied female body found
-
‘Record growth’ witnessed during PTI’s tenure: Tarin
-
Number of cinema houses reduced to 135 in Pakistan
-
Hindu extremists’ derogatory remarks against Holy Prophet (PBUH) condemned
-
KMU approves budget for year 2022-23
-
President concerned over wildfire incidents