اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي هندي فسطائي حكومت مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې سختې خلاف ورزۍ كوي۔ د كشمير خصوصي اهميت ختم كړې شوې او 113 ورځو څخه سخته كرفيو نافذ كولو سره د وګړو حقونه له منځه وړلې شوې دي۔ دهند اصل مقصد د كشمير جغرافيائي حېثيت بدلول دي۔ هند د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو او د بشري حقونو وضعه كړې شويو اصولو څخه سرغړونه كوي۔ ایوان صدر څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د قطر امری ګارډ کمانډر سټاف مېجر جنرل حزہ بن خلیل بن منصور الشهوانی سره خبرو كښې وكړه چا چې خپل پلاوي سره ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ ده ووئيل د هندي جنتا ګوند (بي جے پي) په مشرۍ كښې هندي حكومت هند كښې ټولو اقليتونو سره د دښمنۍ رويه خپله كړې ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل له په هند فشار واچوي۔ اولس مشر په قطر زور راوړو چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو نړۍ ته په ډاګه كولو كښې د پاكستان د هڅو ملاتړ وكړي او ددې ستونزې هواري كښې خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر د پاکستان او قطر دفاعي ځواكونو ترمينځھ د مستقلو رابطو ستائنه وكړه۔ اولس مشر په كال 2016ء كښې د 57.74 ملین ډالر مالیت 8 سپر مشاک الوتكو په لوظنامه لاس ليك هم وستائلو او باور ئې وركړو چې د لوظنامې ترمخه به اضافی مرمت او د تربیتی مرستې سره سره د 14 تربیت کار هوابازانو 23 ټېکنیشنز وركول هم باوري كولې شي۔ په دې مهال د قطر كمانډر ووئيل قطر په هره كچه د پاكستان ملاتړ مذهبي فرض ګڼي۔ کمانډر اولس مشر ته توره د ډالھ په توګه وړاندې كړه
متعلقہ مضامین
-
NA panel asks NHA to suspend toll tax in flooded areas
-
2 Cops among 3; woman gang-raped in Chuhng
-
Sanjrani calls for efforts to help flood victimss
-
Balochistan govt establishes 1,354 medical camps
-
Fire erupts at MQM’s former headquarters Nine Zero
-
Dadu saved from flood as Johi branch canal replugged
-
Large area of Balochistan badly affected by floods: Bizenjo
-
President for focused efforts to explore minerals
-
Ombudsman constitutes team for hearing Sector E-11 residents’ complaints
-
SC moved to prohibit defamation of state institutions, officials
-
National ICT White Paper is a guideline for the development of the ICT Sector
-
UAE stands with 2022 Monsoon Floods Affectees through ‘We Stand Together’ initiative