اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف او ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني په بنو كښې په کامياب اپرېشن كولو امنيتي ځواكونو له مبارکي وركړې ۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري بيان له مخې سپيکر او ډپټي سپيکر ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې عمر له د وړومبي صف كردار ترسره كولو سره كاميابي ترلاسه كړې ۔د امنيتي ځواكونو کامياب عمليات د هغوي د پيشه وره صلاحيتونو او د ترهه ګرۍ په ضد د غير متزلزل عزم څرګندونه ده۔دوي ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره قام هم لوي قربانۍ وركړي۔د ترهه ګرو ختمولو لپاره قومي اتحاد او يووالي ته اړتيا ده۔ دوي ووئېل د وسله والو ځواكونو د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ سپيکر او ډپټي سپيکر د عملياتو په مهال شهيدو شوو اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د هغوي لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔دغسې سپيکر او ډپټي سپيکر د ژوبل اهلکارو زر روغتيا له هم دعا اوكړه
متعلقہ مضامین
-
LNG reference against ex-PM adjourned till Nov 9
-
TLP agreement: govt set to withdraw appeal against Saad Rizvi’s release
-
Pakistan top destination for spiritual tourism: Mushahid
-
Three important decisions taken to fix gas issues: Hammad
-
Islamabad records 86 new cases of dengue fever
-
IHC bans constructions at Margalla Hills National Park
-
Islamic calligraphy attracts visitors at Lok Mela
-
Terrorism in Sindh transforms into ‘Sardargardi’: Haleem
-
‘Pakistan going through a critical period’
-
Nawaz Sharif’s property to be auctioned on 19th
-
SC orders reconstruction of quake-hit schools in KP
-
PM building Pakistan as per Quaid’s vision: Sarwar