اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء ﷲ وئيلي دي چې موجوده حکومت د اسلام آباد پوليس مسئلو حل لپاره بشپړه اقدامات كړي٬ شهيدانو او ريټائرډ پوليس ملازمانو لپاره يو ارب 24 كروړه واجبات ادا كړې شوې دي٬ د پوليس شهيدانو اولاد ته د دوي د حق له مخئ ملازمتونه وركړې شوې دي۔ ده دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پوليس لائنز كښې د سل بسترو روغتون او د شهيدانو د ماډل كالج د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د اسلام آباد پوليس تنخا پنجاب پوليس سره سمه كړې ده٬ روزانه الاٶنس د 2800 نه زياتولو سره اته زره كړې شوې دې٬ د 25 مئي نه تر 26 نومبر د پوليس ځواانو د فتنه مقابله كړې ٬ په اسلام آباد كښې د شهيدانو ماډل کالج به صوبو لپاره مثال وي٬ نېشنل پوليس روغتون به 6.5 اربه روپو سره بشپړېږي، دې سره به پوليس ملازمان٬ ريټائرډ ملازمان او د شهيدانو كورنيو ته د دارو درملو سهولتونه ترلاسه شي۔ ده ووئيل موجوده دور حکومت كښې 265 پوليس اهلکارو ته په شاندار كاركردګۍ ايوارډ وركړې شوې دي۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس انسپكټر جنرل ناصر خان دراني هم وېنا وكړه
متعلقہ مضامین
-
State to pursue Islamabad couple harassment case
-
ICT LG Ordinance 2021 laid in NA
-
Poor global ranking of Pakistani passport
-
Shehbaz expresses condolences to Sanjrani over death of his brother
-
Jan 13 ‘darkest day’ in Pakistan’s history
-
Kashmiris to observe Indian Republic Day as Black Day on Jan 26
-
Construction work on new block begins at Alipur College
-
IHC seeks comments over appointments in PIA
-
Gwadar’s multiple mega projects under CPEC to be completed in 2022
-
9 Muzaffargarh MPs suspended for non-submission of tax returns
-
FM invites opposition leaders to support efforts for South Punjab
-
Youth kills sister for ‘honour’