اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیكر راجه پرویز اشرف وئيلي دي چې د شهيدانو د قربانو په وجه نن مونږ په آزاده فضاﺀ كښې ژوند كوو۔ده دا خبره د اتوار په ورځ د سوار محمد حسېن شهید (نشان حیدر) د شهادت 52مې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې كړې ده۔ د قامی اسمبلۍ سپیكر سوار محمد حسین شهید ته د شهادت ورځ په موقع پيرزوئنې وړاندې كړې۔ سوار محمد حسېن شهید نشان حیدر د 1971 په جنګ كښې د هېواد دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركړې وه۔ سپیكر وئويل سوار محمد حسېن شهید ته په بهادرۍ او شجاعت د هېواد تر ټولو اعلی عسكری اعزاز نشان حیدر وركړې شوي، ټول قام سوار محمد حسېن شهید نشان حیدر د شهادت په 52مه ورځ د هغه بهادرۍ او مړانې ته سلام كوي۔ده ووئيل د شهيدانو د قربانو په وجه نن موڼږ په آزاد فضاﺀ كښې ژوند كوو، قام په خپل بهادر ځوانانو وياړ كوي۔ده ووئيل پاك پوځ د هېواد لپاره وركړې شوې قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔
متعلقہ مضامین
-
Ministry reports 60,000 social media links of blasphemous content
-
Punjab Culture Day to be observed today
-
Economy on path of sustainable growth: PM
-
Opposition’s no-trust motion to fail, says Haleem
-
NA speaker for reforms in education sector
-
President takes action over widow’s complaint against SLICP
-
Govt notifies transfer, posting of officers
-
Zameen.com holds successful crowd-puller property sales event in Karachi
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
Japanese Calendars Exhibitions inaugurated
-
Opposition parties would fail in ‘vote of no confidence’ motion: Mushtaq Ghani