اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د پاکستان او بحرین ترمينځه د قوي معاشي ، تعلیمي او ثقافتي رابطو جوړولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان بحرین سره د ورورولۍ خپلې اړيكې مهمي ګڼي۔د جمعې په ورځ ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه كراچۍ ګورنر هاؤس كښې د بحرین لپاره د پاکستان نومولي شوي سفیر ثاقب رؤف سره د ملاقات په مهال وكړه ۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان سفارتخانه دې د پاکستان څخه هنر مند لیبر فورس تبادلې او غیر ملکي ترسیلات زر زياتولو لپاره كار وكړي۔صدر ووئيل پاکستان څخه د قدر وړ برآمدات زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نومولے سفیر دې د بحرین سره دوه اړخيزه تجارت او افرادي قوت برآمد كولو ته پام لرنه وكړي۔ صدر ووئيل مختلفو سماجي او اقتصادي څانګو او په خاص توګه انفارمېشن ټیکنالوجي او مصنوعي ذهانت كښې د هنرمند افرادی قوت طلب زياتيږي۔ ډاكټر عارف علوي نامزد سفیر له مبارکي وركولو سره هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Consultative session held at Ombudsperson’s office
-
Govt launches multiple initiatives for expats
-
Balochistan’s water storage capacity reaches 68,939 acre feet
-
Governor Punjab accepts CM Buzdar’s resignation; calls PA session tomorrow
-
No-trust movement: PTI dissidents won’t vote unless needed, says Opposition
-
Ombudsman initiates pilot project to address plight of street children
-
Omar Sarfraz Cheema appointed as Governor Punjab
-
DIK security plan for Ramazan finalised
-
Khan’s gambit
-
Shahbaz Sharif lashes out at PM Imran Khan for imposing ‘civilian martial law’
-
PM, president’s actions are subject to court order: SC
-
Online grocery delivery services gain popularity in Ramazan