پیښور۔ 28 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور سره د عبداللہ فادل په مشرۍ كښې د یونیسیف پلاوي ملاقات کړے۔ وزیراعلی هاؤس د اړخه د جاري بیان تر مخه ملاقات کښې صوبه كښې د یونیسیف په مرسته د اولسي خېر یښګړې لپاره په هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په سباون كښې د صوبائي حکومت او یونیسیف د همكارۍ په لا پراختيا خبرې وشوې۔ ملاقات کښې صوبائی وزيران او انتظامي سیکرټریز هم موجود وو ۔ په دې مهال وزیراعلی علي امین خان ګنډاپور ووئېل صوبائی حکومت د اولس خېر ښیګړې لپاره د یونیسیف مرستې ته د قدر په سترګو ګوري ۔ ده ووئېل صوبائي حکومت په څو نورو څانګو كښې د یونیسیف د مرستې خوښي لري ۔ ده ووئېل د سکولونو اپګریډیشن، د څښلو پاكو اوبو وركولو، سیوریج، سکولونو ، مدرسو او د ټیوب ویلز سولرائزیشن كښې د یونیسیف مرسته پكار ده ۔د یونیسیف استازي عبداللہ فادل ووئېل د اولسي خېر ښیګړې پروګرامونو لپاره خیبر پښتونخوا د یونیسیف ترجیحي صوبه ده ، یونیسیف خیبر پښتونخوا كښې تعلیم، صحت، د پاكو اوبو پشمول نورو سماجي څانګو كښې کار کوي ۔ده ووئېل یونیسیف په پولیو پروګرام كښې د صوبائي حکومت تر ټولو لوئي شراکت دار دے.۔
متعلقہ مضامین
-
Fiscal consolidation, relief to masses main targets in FY23: Miftah
-
Advans Pakistan Microfinance Bank opens new branch in Malir
-
Provincial budget to focus on maximum relief to masses: CM
-
Blasphemy of Holy Prophet (PBUH) – DHF seeks punishment of BJP officials
-
In a first, Canada considers printing warning messages on separate cigarettes
-
Pakistan to default if subsidies not abolished till July
-
In Jacobabad, mothers bear brunt of climate change
-
KP CM seeks report from CS over forest fires
-
Rs23.324b earmarked for wheat subsidy
-
PRCS organizes webinar to pay tribute to voluntary blood donors
-
Govt must facilitate Musharraf if he wishes to return: Nawaz
-
Govt presented tax-free and people-friendly budget: Hamza