واشنګټن۔18اپریل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزیب وئېلي دي د ڼړيوال مالیاتي فنډ سره د خبرو اترو په لړ كشې د پاکستان کرنسۍ په قدر كښې د ډېر كمي راتللو امکان نشته، پاکستان به د یو ایس انټرنیشنل ډویلپمنټ فنانس کارپوریشن او ایګزم بینک سره په ګډه كار كوي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده تېره ورځ واشنګټن ډي سي كښې د بلوم برګ سره مركه او مختلف پلاويو سره ملاقاتونو كښې وكړه ۔ ده ووئېل په عمومي توګه د پاکستان کرنسۍ په قدر كښې د كال د 6 نه تر 8 فیصده نه د زيات کمي هيڅ جوازنشته ۔ده ووئېل دا ځل آئي ایم ایف سره خبرو كښې پاکستان ته د اربونو ډالرو پورونو تر لاسه كېدو سره سره به هېواد كښې د اقتصادي اصلاحات په تګلاره عمل درآمد ګړندے شي او دې خبرو اترو سره د کرنسۍ په قدر كښې د كوم ډېر کمي راتللو هيڅ امکان نشته ، ده ووئېل پاکستان كښې د زرمبادله پانګې زياتې شوي ، د ایکسچینج ریټ مستحکم دے، ترسیلات زر او برآمدات كښې زياتوالے راغلے، په دې ټولو كښې چې كوم څيز هر څه بدلولې شي هغه د تیلو بيعې دي۔ ده ووئېل موجودہ حکومت زراعت او د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پشمول صنعتونو ته وده وركول غواړي، حکومت په خاص توګه آئي ټي او زراعت ته خاص پام لرنه كوي دغسې جې په راروانو كلونو كښې د نمو شرح 4 فیصد نه زياته كرې شي۔ د خزانې وزير ووئېل پاکستان د آئي ایم ایف مشن سره په مئی كښې د پاکستان دورې په مهال او د نوي قرضې پروګرام لپاره د جون په آخر یا د جولائي په پېل كښې د سټاف په كچه د لوظنامې هيله لري۔ ده تېره ورځ واشنګټن ډي سي كښې د امریکې نائب خارجه وزير ډونلډ لو او د امریکې د خارجه مكحمې پرنسپل ډپټي اسسټنټ سکریټري ایلزبتھ هورسټ سره د نړيوال بینک په هیډ کوارټر كښې ملاقات کولو ۔ ملاقات كښې پاکستان او د امریکې تر مينځه د متبادل توان په ذريعو، زراعت، د موسمیاتي بدلونونو مقابلې او موسمیاتی موزونیت او په ټیک انډسټرۍ كښې په مرسته خاص زور راوړلے شو ۔ فریقینو د اقتصادي شراکت دارۍ د زياتوالي په ضرورت هم زور راوړو ۔ د خزانې وزير امریکائي عهدیدارو ته پاکستان كښې د اصلاحات تګلارې په اړه هم ووئېل٬ د ده وېنا وه د ټیکس بنیاد براخه كول ، د توان څانګې مسائل حل كول او د سرکاري ادارو د نجکارۍ عمل تندول د اصلاحات په عمل كښې شاملې چارې دي ۔
متعلقہ مضامین
-
Pak-China science foundations to launch joint exchange program
-
HEC bans colleges from offering MS, PhD degrees across country
-
Enhanced ties with Pakistan our top priority: US envoy
-
Chemistry paper leaked in four Sindh districts
-
Inquiry ordered into scholarship obtained by Shahbaz Gill’s wife
-
Minister for active participation of lawmakers in NA’s budget session
-
Experts for capacity building of media on health issues
-
Families agree for settlement agreement in Nimra Kazmi case
-
IHC declares order of deciding PTI foreign funding case in 30 days
-
NA acknowledges Pakistan Sweet Homes’ services in making orphans useful citizens
-
Ombudsman directs improved facilities for overseas Pakistanis
-
250 detained for involvement in riots, firing in NA-240 by-poll