لاهور۔16مئی (اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې په اوور بلنګ خلقو ته د کروړونو روپو ريفنډ ترلاسه كېدل پېل شوي دي٬ د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد به فعاله کاروائي کولې شي، پاسپورټ اخستو سره اړوندې مسئلې حل شي، زما ټول ملکيت اعلان کړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په جي او آر كښې يو خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دا وارې نه يوازې دا چې اوور بلنګ ختم شوے دے بلكه خلقو ته ريفنډ ترلاسه كېدل هم پېل شوي دي او باور لرم چې په راتلونكو ورځو كښې به د لاهور په څير په نورو ضلعو كښې هم وګړو ته په اووربلنګ كښې ريليف وركړے شي۔ ده ووئيل 23 اربه روپۍ د كشمير حكومت اكاؤنټ ته رسېدلې دي او اوس به د آزاد كشمير حكومت له دا پېسه اولس ته ريليف وركولو له كارول وي۔ ده ووئيل چې د ډېرو خلقو دا اعتراض وو چې په آزاد كشمير كښې د بدامنۍ د صورتحال حل كولو لپاره زه ولې آزاد كشمير ته تلے نه يم۔ ده ووئيل زه دا سپيناوې كوم چې د 18م بدلون څخه وروستو په صوبو كښې په ناامنۍ قابو موندل د صوبو خپله ذمه واري ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دبۍ كښې ليكس كښې رامخې ته شوې د ده د كورودانې پراپرټي كال 2017 څخه وه كومه چې ډېكلئيرډ وه۔ ده ووئيل زما كورودانې په برطانيه كښې هم جائيدادونه لري كومو كښې چې ځينې په ميراث كښې ترلاسه شوي دي او ځيني يۍ اخستې دي٬ دا نزدې 10 يا 12 كاله مخكښې اخستې شوي دي۔ ده ووئيل زما ټول جائيدادونه ډېكليئرډ دي۔ ده ووئيل كه ماسره كوم قانوني رقم دے نو زه د هغې ټېكس وركوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل كه د كے پي كے وزيراعلی په پېسو برېښنا ترلاسه كول غواړي نو مونږ به هغه سره مرسته كوؤ۔ ده ووئيل د كے پي كے وزيراعلی سره ملاقات شوے وو او زما خيال دے هغه به د آئين څخه لرې خبره نه كوي۔ د كچے په سيمه كښې د آپرېشن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دې اړه پوليس چارواكو سره خبره شوې ده ٬ آپرېشن كاميابۍ سره روان دے٬ كه ضرورت وي نو رېنجرز به هم تعينات كولې شي۔ په اسلام آباد كښې د خبريال د بې دركه كېدو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل آئی جی اسلام آباد سره خبره شوې ده په دې لړ كښې كه كوم خواست راشي نو په هغې به كارروائي كولې شي
متعلقہ مضامین
-
Tobacco industry-sponsored ‘talent hunt’ contest to further spread death and disease: experts
-
COVID-19 positivity ratio climbs to 3.5% for first time in three months
-
Flights delayed at Karachi Airport
-
LHC hears intra-court appeals against Hamza Shehbaz’s oath-taking
-
Karachi’s Covid infection rate down to 9%
-
PM Shehbaz asks public to strictly follow corona SOPs
-
Sindh sets up online data portal for educational institutions
-
Serena Hotel in Peshawar to help promote tourism
-
Pakistan will continue to support Chinese investors, says PM Shehbaz
-
PHC to finalise guidelines for hospital emergency departments
-
Govt utilizing capabilities to strengthen national economy: Khilji
-
‘Look Africa’ policy opens new avenues of cooperation: Sanjrani