اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د نېب د اړخه په پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف هند ته د مني لاندرنګ د لارې 4 اربه 90 كروړه ډالرو د لېږلو نوټس پلټنو لپاره پارلماني كمېټۍ جوړولو له وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد ته سپارښتنه كړی چې د مخالفو ګوندونو سره مشاورت نه پس دې تر نن زيارت ورځې پارلمان خبر كړی شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د كمېتۍ جوړولو په اړه تجويز نه پس د پيپلز ګوند پارلماني لارښود سيد نويد قمر ووئيل پارلمان د نېب اداره جوړه كړی٬هغوي دلته د رابللو مقصد به د كار مخ نيوي بربر وي دا به يو نوې روايت وي۔ ده ووئېل د كمېتۍ جوړولو په اړه به د خپل ګوند سره د مشاورت نه پس پريكړه كولې شي۔سپيكر ووئيل تر سبا د خپل ګوند سره مشوره وكړئ۔د پي ټي آئي اسد عمر ووئيل د نېب رپورټنګ سم دے يا غلط پھ دې اړه اوس څه نشو وئېلې خو دا د ورلډ بانك راپور دے۔ده ووئيل پھ كومه ورځ چې دا راپور رامخې ته شوې بايد په هغه ورځ د خزانې وزارت دا معامله پورته كړی وه۔د اېم كيو اېم غړي شېخ صلاح الدين ووئيل كه دا معامله ادارو ته تللې ده بايد مونږ د ادارو د پريكرو احترام وكړو۔د وزيراعظم د كمېتۍ جوړولو په اړه په تجويز به د ګوند مشورت نه پس پريكړه كولې شي۔د جماعت اسلامي غرې عائشه سيد ووئيل د كرپشن په چارو مونږ ادارو ته رجوع كړی۔په ادارو كښې د سياسي مداخلت په وجه سپيځلتيا نشي راتللې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد ته سپارښتنه وكړه چې پھ دې معامله د مخالفو ګوندونو سره مشاورت وكړي او د هغوي د پريكړی څخه تر نن زيارت ورځې سپيكر خبر كړي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan launches Ehsaas’ National Data Exchange Platform
-
Resolving Kashmir, Palestine issues key to global peace: Sarwar
-
EU Parliament set to introduce new law to boost exports of 67 countries
-
NAB chairman’s fight against corrupion bearing fruit
-
Crackdown against criminal elements continues across Punjab
-
Famous journalist Dr Ajmal Niazi passes away in Lahore
-
Rehmatul lil Aalameen (PBUH) Conference to begin today
-
Shahbaz Sharif denounces PTI’s poor governance
-
PDM to start anti-government protests from today
-
India killing civilians in IIOJK out of frustration: APHC
-
PNS Tariq visits Muscat
-
Church leaders slam govt for rejecting anti-forced conversion bill