اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي د هند لخوا د آرټيكل اے 35 منسوخ كول كشميريان د استوګنې د مستقل حق څخه د محرومولو او په اقليت د بدلولو هڅه ده٬هند رياستي جبر پټولو لپاره خبريالانو ته كشمير ته د تللو اجازه هم نه وركوي٬پاكستان په سوله ايز ګاونډيتوب باور لري٬د افغانستان پشمول د ټولو ستونزو سوله ايز حل لپاره به خپل كردار ترسره كوو٬په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د تحريك انصاف مشر عمران خان سره په ذاتي حېثيت كښې ملاقات كړې٬خارجه دفتر ته د دغې علم نه ؤ ٬ټول نان كېريئر ډپلوميټس به د خپل كنټرېكټ له مخې مستعفي ګڼلې شي٬تر څو چې نوي حكومت دوي ته د كار روانه ساتلو امر ونه كړي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ مهال په ډاكټر فيصل ووئيل د هند رياستي ترهه ګرۍ سره هم په مقبوضه كشمير كښې كشميري اولس د آرټيكل اے 35 د منسوخۍ په ضد مكمل هړتال كړې٬وياند ووئيل هندي ځواكونو د تېرې اونۍ په مهال 12 كشميريان شهيدان كړي۔د هند لخوا په كنټرول لائن د بلااشتعاله ډزو لړۍ روانه ده كومه چې د ډزبندۍ د لوظ نامې خلاف ورزي ده۔وياند ووئيل د ملګرو ملتونو پوځي مبصرين كار كولو ته نه پرېښودې كېږي او هند رياستي جبر پټولو لپاره خبريالانو ته هم كشمير ته د تللو اجازه نه وركوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د سكولونو سوځېدو پلټنې روانې دي څنګه چې حتمي راپور راشي مېډيا به خبره كړی شي۔د افغانستان په اړه وياند ووئيل پاكستان به د افغانستان مسئلې حل لپاره خپل كردار جاري ساتي٬ پاكستان په افغانستان كښې امن غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د فنانشل ايكشن ټاسك فورس په راتلونكې غونډه كښې به د پاكستان دريځ په بشپړه توګه وړاندې كولې شي٬د پاكستان او روسيې د اړيكو په اړه وياند ووئيل د پاكستان او رېشين فېډرېشن ترمينځه پوځي اړيكې زياتې شوې دي۔ ده ووئېل دواړو هېوادونو شريك پوځي مشقونه هم كړي ۔د روسيې فېډرېشن د بحريه ورځې په موقع د پاكستان د سمندري پوځ پي اېن اېس په ماسكو او سنټ پېټرز برګ كښې په دستورو كښې ګډون هم كړې۔ده ووئيل پاكستان په سوله ايز ګاونډيتوب باور لري٬په هند كښې اقليتونو او په خاص توګه مسلم اقليتونو سره ناروا سلوك كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
Ashrafi welcomes agreement with TLP
-
Saudi Arabia always supported Pakistan in difficult times: Fawad
-
Govt committed on GB development: Tarin
-
Step up climate change efforts or face consequences, warns UN
-
NAB halts inquiry against Pervaiz Khattak in Malam Jabba scandal
-
Senate session marred by opp protest
-
Dengue cases continue to decline in Rawalpindi
-
Jammat Islami to file petition over Pandora leaks
-
NCOC records 9 coronavirus deaths, 449 new cases in a day
-
It’s mandatory for everyone to pay taxes: Shaukat Tarin
-
Three ordinances, 13 bills laid in National Assembly
-
Allam Iqbal’s birth anniversary celebarted