اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي په نوې پارليمان كښې د ځوانانو او غريې طبقې نمائنده يم٬د نوې حكومت څخه هيله لرم چې هغه به د قوم توقعات ترسره كړي۔د ګل په ورځ د پارلمان په غونډه كښې د سوګند پورته كولو دستورې پھ موقع”اے پي پي”سره په خبرو كښې نوې ټاكل غړي بلاول بهټو زرداري ووئيل د پارلمان او جمهوريت سرلوړۍ لپاره زمونږ قربانۍ به بې ضائع نه ځي٬زه د خپلو ووټرانو مننه كوم٬په پارلمان كښې به د ځوانانو او غريبې طبقې نمائندګي كو او د دوي د حقونو ترلاسه كولو او مسئلو حل كولو لپاره به غږ پورته كوم٬ ده ووئېل حكومت به د قام او هېواد بهترۍ لپاره قانون سازي وكړي او پيپلز ګوند به يې مرسته كوي٬د اولس حقونو خلاف ورزۍ او مسئلو په نه حل كولو پيپلز ګوند به په بشپړه توګه اسمبلۍ كښې غږ پورته كوي۔ده ووئيل د سندھ پشمول د ګرد هېواد ځوانانو نمائنده يم٬هيله لرم چې عمران خان او تحريك انصاف به ځوانانو ته د روزګار وركولو او د اولس بهترۍ لپاره كړي لوظونه تر سره كړي
متعلقہ مضامین
-
ATC indicts MNA Ali Wazir, 10 others in sedition case
-
Punjab leads in COVID-19 vaccine race, says Asad Umar
-
Punjab moves to remove TLP’s proscribed status
-
Heads roll over ‘failure’ to contain TLP protests
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
Sindh govt responsible for hike in sugar, flour prices: Fawad
-
213 minority worship places renovated in Balochistan
-
101,447 skill scholarships,16,617 business loans given to youths: PM told
-
Pakistan most vulnerable to climate change: Mushahid
-
All to get health cards in Punjab by March: Yasmin
-
CTD arrests four terrorists of BLA, TTP in Karachi raid
-
Pakistan, Korea possess great potential in tourism, agriculture and trade sectors: Korean Ambassador