اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي ټرانسپورټ او مواصلات سماجی او اقتصادی پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي ، پیداوار زياتولو له مؤثره او فعاله ټرانسپورټ نظام او جدیده بنیادی اډھانه لازم او ملزوم ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل حكومت د اطلاعات نیټ ورك، بنیادی اډانې، توان ، صنعت، كركيلې ، سیلګرۍ او نورو څانګو ته پام لرنه كوي، د دې پروژو بشپړولو سره به پاكستان د پرمختګ پلو روان شي، ده ووئېل كله چې دا پروژې ترسره شي نو يو نوې پاكستان به رامخې ته شي چرته به چې اولس ته توان ٬ مواصلات٬ تګ راتګ ٬ صنعت او حرفت٬ كاروبار٬ روزګار٬ سیلګرۍ او د اقتصادی پرمختګ اسانۍ ترلاسه وي او پاكستان به په پرمختلليو هېوادونو كښې شامل شي۔سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه كښې د ټرانسپورټ اینډ كمیونیكیشنز منصوبې منظوری وركړې شوه۔ غونډه كښې د ټرانسپورټ او مواصلات په اړه د 67953 ملیونه روپو په لګښت پېښور میټرو بس منصوبه وړاندې كړې شوه چې مقصد ئې د پېښور اولس له د مزل ښه اسانۍ وركول دي۔ منصوبه حتمی منظورۍ له ایكنك ته لېږلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Tear gas and burning tyres as thousands rally in Sudan against coup
-
LHC seeks detailed reply in Arabic teachers’ appointment case
-
Pak-China Friendship Hospital Gwadar to complete by Dec 2022
-
Curriculum development training held for lead instructors
-
Court defers Rana Shamim’s indictment in affidavit case
-
PMD says Mercury to drop to 12 degrees in Karachi, no more rainfall
-
PAF rescue, relief operations continue in Balochistan’s flood affected areas
-
Murree administration caught ‘unprepared’
-
FM leaves for Romania, Spain on official visit
-
All trapped tourists in Murree rescued: NDMA Chairman
-
CPJ demands immediate release of Kashmiri journalist
-
PAF relief operation underway in Balochistan