اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د بېن الصوبائي روابطې وفاقي وزير ډاکټر فهمیدہ مرزا وئيلي دي نه مو كوم قرض اخستې او نه مو قرض بخښلې ٬ تور لګوٶنكو سندھ او سمټ بانك خوړلې۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته دې ووئيل زه بيا بيا وائيم چې زما خله مه پرانيځۍ ٬ د دې خلقو حېثيت زما نه پټ پناه نه دے٬ دې ووئېل زما د دادا قاضي عبدالقیوم پخپل وخت كښې د حېدرآباد ميئر ٶ٬ زما تره قاضي اکبر (قائداعظم) بللې ٶ٬ دوي په څه پوهېږي چې د چا د كورنۍ عزت څه وي۔ قائداعظم ھغه ته وئيلي وٶ چې سندھ تاسو ګټلې شۍ او په كال 1946 كښې ئې جي اېم سيد له ماتې وركړې وه ٬ دې ووئېل زما پلار قاضي عبدالمجید عابد ٬ علی احمد تالپور له ماتې وركړې ٶه څوك چې د دفاع وزير ٶ٬ دې ووئېل جسټس ظفر حسن مرزا د سپریم کورټ جج پاتې شوې٬ نن ئې هم د پرېكړو ستائنه كېږي۔ دې ووئيل د سندھ په هائي كورټ چې كوم بريد شوې ھغه په ټولو چېنلو ښودلې شوې ٬ سندھ هائي كورټ خپله د دغې نوټس اخستې٬ دې خلقو زما په كور هم بريدونه كړي وو۔ دې ووئيل د فریال تالپور د كور نه به هدايات جاري كېدل ٬ زمونږ په ضد د ترهګرۍ پشمول 32 كېسونه جوړ كړې شوې٬ ٬ د ډاکټر فهمیدہ مرزا د وېنا په مهال منور تالپور او د پيپلز ګوند ښځينه غړې په احتجاجي توګه د سپيكر ډائس په وړاندې راغونډې شوې او احتجاج ئې وكړو٬ په دې ډاكټر فهمیدہ مرزا ووئيل كه زه چا خبرې ته پرې نه ښودم نو څوك به هم خبرې ته پرې نه ږدم٬ ما ډېره په تميز خبره كړې ٬ دې ووئېل په ما چې د 28 كروړه روپو د قرض معاف كولو كوم تور لګولې شوې ھغه ناسمه دے ٬ ما هېڅ قرض نه دې اخستې او نه مې معاف كړې٬ ما لكه د دوي سندھ او سمټ بانك نه دې لوټ كړې٬ زه دوي چېلنج كوم چې خپل تورونه ثابت كړي
متعلقہ مضامین
-
Speaker summons NA session on March 25
-
6 family members died in road accident
-
Religious scholars should host Ramazan transmission to avert controversies: minister
-
Speaker calls NA session on 25th for vote on no-trust
-
OIC FMs to discuss Palestine and Kashmir issues at moot
-
Ata-ul-Haq Qasmi honored by Arts Council Karachi
-
Youth to be equipped with digital skills, says minister
-
PTI govt to complete its tenure without trouble: Farrukh
-
OIC Secretary General calls upon concerted efforts to tackle contemporary challenges
-
OIC Moot: Fawad says Pakistan leading Muslim Ummah
-
OIC chief calls for concerted efforts to tackle challenges
-
Imran has more than one trump card: minister