اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د قاچاق لعنت د هېواد معيشت ته زيات زيان رسولې ٬ صنعتي عمل ته وده وركولو سره حکومتي هڅې ګټورې جوړولو لپاره د قاچاق په لعنت په ښه ډول دې قابو وموندلې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د قاچاق مخنيوي په لړ كښې د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې داخله وزير برېګيډئير (ر) اعجاز احمد شاه، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، عبدالرزاق داوَد، د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه،د آئي اېس آئي ډي جي ، داخله سېكتر ميجر (ر) اعظم سليمان، د كامرس سېکتر احمد نواز سکھيرا، د اېف بي آر چيئرمېن اېف بي آر شبر زيدي، د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر ، د بلوچستان چيف سېكتر او نورو سول او پوځي چارواكو ګډون وكړٶ۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيرِ اعظم عمران خان ووئيل د قاچاق لعنت د هېواد معيشت ته زيات زيان رسولې ٬ صنعتي عمل ته ودې وركولو سره حکومتي هڅې ګټورې جوړولو لپاره ضروري ده چې د قاچاق په لعنت په ښه ډول قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل هېواد د قرض دلدل نه راوېستلو لپاره ضروري ده چې يو خوا مونږ كركيلي ته وده وركړو نو بل خوا صنعتي څانګه ته هم پام لرنه وكړې شي كومې لپاره چې دا ضروري ده چې د قاچاق شوو څيزونو په درآمد ٬ د اخستلو او خرڅولو په كلكه لاره ونيولې شي ۔په غونده كښې د پاك افغان ټرانزټ ټريډ منظم كولو لپاره د اقدااماتو ٬ پاك ايران بارډر د لارې د تېلو د قاچاق حوصله شکني، په لوېديزو پولو د مېشته كسانو په تجارتي هلو ځلو او نورو مهمو معاملو هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د داخله وزير په مشرۍ كښې د اعلېٰ سطحي کمېټئ جوړولو پرېكړه وشوه چې پكښې به د داخله وزارت ،د کامرس ډويژن، د اېف بي آر، د فنانس ډويژن ، د صوبائي حکومتونو نمائندګاان او نور اوړوند چارواكي شامل وي
متعلقہ مضامین
-
Two terror suspects in Anarkali bomb blast case killed by ‘accomplices’
-
Thar Coal Block-I power plant: Rs182b water infrastructure project launched
-
Sargodha University climbs up Times Higher Education rankings 2022
-
18th Int’l Electrophysiology Conference kicks off at AFIC
-
KP CM takes notice of forest fire incidents
-
Pakistan fully committed to address climate change issue
-
Dua recovered from Punjab’s Bahawalnagar
-
Experts for including environmental security in national security policy
-
Sindh govt to begin crackdown on profiteers, hoarders
-
4,290 patients checked, 1,033 operated at free eye camp in Kabul
-
Minister vows to provide facilities to people of Balochistan
-
PM orders gas supply from newly discovered reservoirs in NW