اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د ټي ټيز په زغل كښې بېګم صفدر اعوان هم د خپلې كورنۍ د نورو كسانو نه وروستو نه ده پاتې شوې۔ د خالي په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د هل مېټل څخه د لاتعلقې دعوېدارې اكاؤنټ ته هم د دې كمپنې څخه د رقم منتقل كېدل د شرم خبره ده۔ هغې پوښتنه وكړه چې مريم صفدر صاحبه اوس ستا ضمير چرته دے٬ هغې ووئيل چې د هېواد په سياست كښې د غېر اخلاقي اقدام لړې د پي اېم اېل اېن په پلو ځي او د دوي عملونه د دوي په وړاندې راځي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دوي د اولس په حقونو ډاكه اچولې او د هېواد وسيلې ئې په بې رحمې لوټلې دي۔ د پي اېم اېل اېن مشرتابه د اولس جونګړه وېجاړه كړې او په ايون فيلډ كښې ئې كېمپ لګولې۔﴿
متعلقہ مضامین
-
IIOJK witnesses 191 killing, 72 military operations since Jan 2022
-
Trade of sacrificial animals picks momentum in Sukkur
-
Pakistan’s Covid-19 case count highest since March
-
PM welcomes Chinese investment in Pakistan’s renewable energy sector
-
Headache most reported Covid symptom: Study
-
Karot Hydropower to promote Pak-China coop in energy sector
-
Work on access roads to tourists’ destination worth Rs13b in progress in KP
-
MoU signed between IUB, PMD
-
Vice Air chief lauds level of training at NDU
-
‘Stop interfering in Afghanistan’: Taliban leader in rare appearance
-
Eight outlaws held, drugs, weapons recovered
-
ANF recovers 62.900 kg narcotics; arrests six accused