اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)پخواني اولس مشر او د پاكستان پيپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداري وئېلي دي د پاكستان پيپلز ګوند بنياد د كشمير په مسئله اېښودلې شوې ؤ ٬كشميريان او په هند كښې مېشته مسلمانان اوس په دوه قامي نظريه پوهه شوي ٬ د اوسني صورتحال تقاضه وه چې متحده عرب امارات٬چين٬روس او د ايران قيادت سره وليدلې شي او هغوي څخه په دې صورتحال ملاتړ ترلاسه شوې ؤ ۔د شورو په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال بحث كښې ده ووئيل د كشمير اوسنۍ پیښه د ختيز پاكستان څخه هم لويه ده٬ده ووئيل ذوالفقارعلي بھټو د خبرو اترو د لارې 90 زره بنديوان بېرته راوستلي وو۔نن د كشمير نيمه برخه لرې شوې٬ ده ووئېل كشميريانو او د هند مسلمانانو ته دا معلومه شوې چې د قائداعظم دوه قامي نظريه څنګه وه۔ده ووئيل كله چې اندرا ګاندهي زوالفقار علي بهټو ته ووئيل خپل بنديوان اخلې كه زمكه نو بهټو ووئيل مونږ له زمكه بېرته راكړې او بيا بنديوان هم بېرته راغلل۔ده ووئيل بنګاليانو او سندھيانو پاكستان جوړ كړی٬مونږ ځكه پاكستان جوړ كړی چې ټول مسلمانان دلته اوسېږي۔ده ووئيل مونږ په حكومت ټكونه نه كوو٬دا ورځ د كشميريانو سره د يو والي ده۔ده ووئيل زه وړومبې اولس مشر ووم چې 24 كاله پس روس ته تللې ووم٬زه 13 ځله چين ته تللې ووم۔ده ووئيل مونږ خپل ملګري بېرته ځان سره يو كړي وو۔ده ووئيل مونږ په هغه كشميريانو وياړ لرو كوم چې په كشمير كښې قرباني وركوي او د پاكستان په بېرغ كښې ښخېدل خوښوي٬ ده ووئېل كشمير كښې داسې كور نشته چرته چې شهيد نه وي خو سره د دوي هغوي بيا هم جنګېږي۔ده ووئيل د مودي سوچ سره به هند رسوا شي٬د ګاندهي سيكولر سوچ هغه ختم كړې٬تاريخ به دا ياد ساتي چې ما دا خبرې كړی وې۔
متعلقہ مضامین
-
IHC adjourns Maryam’s appeal in Avenfield case till 23rd
-
Legal committee to be formed to raise Yasin’s case at global forums
-
Bright future of country interlinked with education: NA speaker
-
Violence mars NA-240 by-polls, one dead
-
One killed as gunmen storm Sikh temple in Afghan capital
-
President returns Elections (Amendment) bill 2022 unsigned
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam
-
ANP delegation visits PM
-
Complainants get Rs4.2mcheques on Ombudsman order
-
President Alvi returns NAB (Amendment) bill unsigned claiming ‘flaws in its implementation’
-
Shaukat Khanum online Qurbani campaign launched for 2022
-
ECP calls in army for smooth LG, by-polls