اسلام آباد 01 اكتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د قامي روغتيا كوآرډينيټر ډاكټر مختار احمد بھرتھ ووئيل حكومت د پوليو ختمولو له لوظي دے، پوليو وائرس زمونږ ماحولياتي نمونو كښې موجود دے، د پوليو 24 كيسونه رپورټ شوي، د پوليو وائرس منتقل كېدو مخنيوي لپاره ټول ممكنه اقدامات باوري كوؤ۔ د قامي روغتيا وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده قومي ايمرجنسي آپريشنز سينټر كښې غونډي ته وېنا كښې وكړه۔ د قامي روغتيا وزارت وياند له مخې په غونډه كښې د پوليو د موجوده صورتحال او پېښو چيلنجونو تفصيلي جاج واغستے شو۔ په اكتوبر او نومبر كښې د كېدونكي پوليو مهم په تګلاره ډاكټر مختار بھرتھ ته بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې ډاكټر مختار احمد بھرتھ ووئيل ستمبر كښې د پوليو مخنيوي كمپائن كښې تقريباً 3 كروړه 30 لكهه ماشومانو له ويكسين وركړې شوي۔د پوليو ختمولو لپاره سنجيده ايمرجنسي اقدامات كوو۔جنوبي خېبر پښتونخوا، كراچۍ ډويژن، كوئټه ډويژن ، پېښور او خېبر كښې د پوليو وائرس د شته والي تصديق شوې۔ده سپارښتنه وكړه چې هائي رسك ضلعو كښې ماشومانو له د ويكسين وركول باوري كولو له دې كوټلي تګلاره جوړه كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
CDA reshuffles 25 officers
-
IHC rejects request to stop CDA chairman from working
-
Apology-accepted-deferred
-
Imran should avoid long march in current situation: Ahsan
-
Nawaz seeks acquittal in plot allotment case
-
Ahsan urges youth to promote harmony in society
-
KP CM for action against drug trafficking
-
Ishaq Dar’s return will be an NRO-2: Fawad
-
Dengue outbreak expected in 10 major cities: Met Office
-
Court issues written order regarding suspension of Dar’s warrants
-
Bilawal discusses regional issues with UAE, Belarus, Sri Lankan FMs
-
Int’l conference on education starts today