خيرپور 21 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي وفاقي حكومت به د سندھ سېلاب ځپلي يواځې نه پرېږدي او د هغوي د ستونزو كمولو لپاره به اقدامات كوي٬د سېلاب ځپليو لپاره ترلاسه عطيات به په سپيځلې ډول خرڅ كولې شي٬سېلاب ځپليو له به كورونه جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سېلاب ځپلې خېرپور ضلعې د تعلقه كوټ ډيجي او پير ګوټ كلي دورې په موقع سېلاب ځپليو ته خطاب كښې كړې۔په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزيره شيري رحمان٬د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك او د صوبائي حكومت اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف سېلاب ځپليو ته په خپله وېنا كښې ووئيل د سندھ اولس د ځاني او مالي زيان سره مخ شوے٬د سېلاب له امله په صوبه كښې ډېره تباهي شوې٬وفاقي حكومت صوبائي حكومت ته مكمل وسائل وركړي۔ده ووئيل د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې وفاقي حكومت سېلاب ځپليو له 70 اربه روپۍ وركړي٬د اولس خذمت او خېرښېګړې ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔وزيراعظم ووئيل د بحالۍ او بيا رغونې كار تر ډېره حده بشپړ شوے خو دادو سيمو څخه د اوبو ويستلو ته د سمدستي پام كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د سېلاب له امله د 90 لكه ماشومانو پشمول نزدې 2 كروړه كسانو ته د حكومت لخوا د مرستې سخت ضرورت دے او د خوراك او داروګانو رسنې چېلنجونو مخ نيوي لپاره اربونو روپو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په نړيواله كچه د كاربن ګاز اخراج كښې د معمولي برخې باوجود پاكستان د موسمياتي بدلون مسئلې سره مخ دے۔ده د وزيراعظم فلډ رېليف فنډ كښې د 2 اربه 75 كروړه په عطيات وركولو د سمندر پورې پاكستانيانو ستائنه وكړه او وې وئېل دا روپۍ به د سېلاب ځپليو خېرښېګړی لپاره په سپيځلې ډول خرڅ كولې شي۔ده سېلاب ځپليو ته باور وركړو چې حكومت به د هغوي مناسب استوګنې لپاره كورونه جوړ كړي۔ده په خېرپور كښې د كامسيټس پوهنتون كيمپس جوړولو هم اعلان وكړو۔وزيراعظم په كيمپونو كښې د سېلاب ځپليو كسانو سره ملاقات وكړو او هغوي ته يې د حكومت لخوا د وركړے شوو آسانيو په اړه پوښتنه وكړه۔په دې موقع د سندھ ګورنر كامران خان ټسيوري٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه هم موجود وو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په سېلاب ځپلو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې پروژو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول زياتره سېلاب ځپليو سيمو څخه اوبه ويستلې شوې او د برېښنا رسنه په بشپړه توګه بحال كړی شوې ده
متعلقہ مضامین
-
Alvi calls for empowering differently-abled persons, women
-
Man wounded in grenade blast in Quetta
-
CM Punjab grants preliminary approval to summary for removal of TLP’s banned status
-
Dry weather likely in most parts of country : PMD
-
IHC seeks report from chief commissioner in forced labor case
-
Petrol, diesel prices lowest in Pakistan
-
IBCC recommends exams, assessment reforms
-
OIC envoy on Kashmir due in Islamabad tomorrow
-
TLP workers continue their protest in Wazirabad
-
OIC special envoy to visit Pakistan, AJK from Nov 7-12
-
PIA opens flights booking for passengers travelling between Pak-China
-
Punjab CM extends contracts of ad hoc doctors