اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د صوماليې د كورنيو چارو وزير احمد معلم فګي په مشرۍ كښې د پاكستان په دورې راغلې پارليماني پلاوي د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او صوماليه ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل پاكستان او صوماليه د يو بل سره مذهبي٬د مينې او وروورلۍ خپلولۍ لري او د پاكستان اولس د صوماليه اولس سره نزدې تعلق لري۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د پارليماني غړو تګ راتګ سره به د دواړو هېوادونو پارليماني غړي د يو بل تجربو څخه استفاده وكړي۔د صوماليه وزير احمد معلم فګي احمد په پاكستان كښې په تود هركلي كولو د حكومت او اولس مننه وكړه۔ده ووئيل صوماليه پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او د صوماليه اولس هم د پاكستانيانو سره په زړه پورې مينه لري۔ده ووئيل د صوماليه پارليماني غړي د پاكستان د پارليماني غړو تجربو څخه استفاده كول غواړي
متعلقہ مضامین
-
Opposition to attend meeting of committee on national security
-
No allotment made to govt employees in relaxation of rules in 2 years: Senate told
-
NHA chairman holds e-kachehri
-
Karachi export industries ask for gas supply on priority basis
-
Diabetes to be part of curriculum: Faisal Sultan
-
AJK president briefs PM on his foreign visits to highlight Kashmir cause
-
Electoral rolls verification drive starts
-
Punjab records 6 deaths due to dengue fever, 456 new cases
-
Islamabad reports 32 new dengue cases and 2 deaths
-
New US special envoy for Afghanistan to meet Taliban in Pakistan: official
-
World must act to avert Afghan humanitarian crisis: Imran
-
COVID-19: Pakistan records 8 deaths, 554 new cases in a day