اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان کښې د كركيلې پرمختګ د خوراکي تحفظ ضامن ګرځولو سره ويلي چې د کسان پيکيج عملي کول دې ګړندې کړې شي٬ د دالونو او نورو شيانو د توليد زياتولو لپاره دې د غوره تخمونو رسول باوري کړې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نوموړي دا هدايت د كركيلې څانګې پرمختګ لپاره د حكومت لخوا د وركړې شوي تاريخي كسان پېكج په اړه د جائزې غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار، د قامي خوراکي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير چوهدري طارق بشير چيمه، د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان، د صنعت وفاقي وزير سيد مرتضيٰ محمود، د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب، د پټروليم وزير ډاكټر مصدق ملک ٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر جهانزېب خان ٬ د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد ٬ د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسان افضل او نورو اړوندو لوړ پوړو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل په كسان پېكج دې عمل درآمد ګړندې كړې شي، د كرنې څانګې پرمختګ په پاكستان كښې د خوراک تحفظ ضامن دے۔ ده وويل، مونږ بايد په پاکستان کښې په هر حالت کښې د خوراکي توکو تحفظ تامين كړؤ٬ په هېواد کښې د خوراکي توکو تحفظ لپاره بايد د غنمو، پنبه، کنوله او د زيتون كر او توليد ته خاص پام وګرځولے شي او کروندګرو ته دې د دالونو په شمول د غلې پېداوار زياتولو له غوره تخمونه وركړې شي۔ غونډې ته اوویل شول چې په كسان پېكج د عملدرآمد٬ ځوانانو له د قرضې وركولو ٬ وړو كرونده ګرو او په سېلاب ځپليو سيمو كښې كرونده ګرو ته د سود نه د پاكې قرضو وركولو په لړ كښې سټېټ بېنك د نوټيفيكېشن د لارې بېنكونو ته هدايات جاري كړې دي۔ ده ووئيل د روان مالي كال په مهال تر نومبر مياشتې د 664 اربه روپو قرضې كرونده ګرو ته وركړې شوي دي كومې چې د تېر مالي كال دومره مودې په مقابله كښې 36 فيصده زياتې دي۔
متعلقہ مضامین
-
د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال په مشرۍ كښې د اېګزېكټو بورډ غونډه
-
د ايون فيلډ ريفرنس پريكړه دې څو ورځې محفوظ وساتلې شي٬زه په عدالت كښې دا پريكړه اورېدل غواړم٬زما كور ودانې د 21 ورځو څخه وينټي ليټر باندې پرته وه
-
د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز په لندن كښې مېډيا سره خبرې
-
پاکستان په ټی ټونټی انټرنیشنل کرکټ كښې لوئې هدف ترلاسه كولو سره نوې ملكي ريكارډ جوړ كړې
-
پاك پوځ د تېرو پنځو كلونو په مهال د رېټائر شوو يو نيم لكه پوځي ځوانانو خذمات ترلاسه كولې شي
-
لنډمهاله اولس مشر محمد صادق سنجرانی پېښور كښې ترسره شوې بمي چاؤدنه وغندله
-
په سېنېټ كښې په انټرنېټ د سپكاوي مواد پرله پسې خپرونې په اړه د التوا تحريك بحث لپاره منظور كړے شو
-
بنو، د اکرام خان درانی قافلې سره نزدې چاؤدنه ،5 كسان مړه ،35 ژوبل
-
د مستونګ په چاودنه كښې ژوبل شوې سراج رئيساني په حق ورسېدو
-
متحده عرب اماراتو په مستونګ او بنو كښې په انتخابي لاريونونو د بريدونو غندنه وكړه
-
پاکستان ته په تېر وخت كښې د موسمياتي بدلون له امله د رامخې ته شوو آفتونو په سوب لوي زيان رسېدلې
-
د پاك پوځ ميجر جنرال معظم اعجاز له د لېفټيننټ جنرال په چوكۍ ترقي وركړې شوه