اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ په درناوي كښې الوداعي د ماسختن مېلمستياﺀ وركړې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع په ترسره شوي ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان او چين اړيكې نوې او لوړې كچې ته په رسولو كښې د نونګ رونګ د خدمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاك چين دوستي ګردې نړۍ لپاره يو مثال لري كومه چې په هر ازمېښت منلې شوې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې په شريك احترام او باور آډانه دي۔ په دې موقع سفير نونګ رونګ د سېنېټ چيئرمېن د تاثرات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د چين حكومت او اولس هم پاكستان سره پخپلې سدا بهار دوستۍ فخر كوي، چين به د پاکستان تعمير او پرمختګ كښې مرسته جاري ساتي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو تل په سيمه ايز او نړيوال فورم د يو بل د موقف تائيد كړے
متعلقہ مضامین
-
Prove that Maryam owns apartments, IHC asks NAB
-
Bunkers to be constructed along LoC to save civilians
-
KP increases monthly stipend for Khateebs to Rs 21,000
-
Islamabad reports 54 new cases of dengue today: DHO
-
Covid-19 national positivity ratio shows slight resurge
-
Attempts being made to control electoral process
-
Rupee drops to Rs175.05 against dollar
-
President Arif Alvi and Akbar Ahmed discuss fake news, climate change, rising Islamophobia at a virtual event of American University Washington DC
-
Indian claim of radioactive material ‘rubbish’: FO
-
Year’s biggest robbery in Lahore
-
Pakistan logs 315 fresh coronvirus cases in last 24 hours
-
Overseas Pakistanis to cast vote in 2023 elections: Fawad