اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قزاقستان صدر قاسم قاسم جومارت توکايف سره ټيلي فونې تماس ونيولو سره د توان، كركيلې، آئي ټي، ټيکسټائل او د برېښنا په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو په ضرورت موافقت كړے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې د ټېلي فوني تماس په مهال وزيراعظم ووئيل پاکستان قزاقستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د سېلګرۍ وده او د اولس ترمېنځه د رابطو زياتولو اهميت رامخې ته كولو سره وزيراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه فلائټ اپرېشن به ډېر زر پېل شي۔ په دې موقع د قزاقستان صدر پاکستان د منطقې اهم هېواد ګرځولو سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا پياوړتيا كښې خوښي ښكاره كړه۔ دواړو مشرانو د توان، كركيلې، آئي ټي، ټيکسټائل او د برېښنا په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو په ضرورت موافقت وكړو۔ وزيراعظم د قزاقستان صدر ته د پاكستان د سركاري دورې بلنه وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
PMD says Mercury to drop to 12 degrees in Karachi, no more rainfall
-
PAF rescue, relief operations continue in Balochistan’s flood affected areas
-
Murree administration caught ‘unprepared’
-
FM leaves for Romania, Spain on official visit
-
All trapped tourists in Murree rescued: NDMA Chairman
-
CPJ demands immediate release of Kashmiri journalist
-
PAF relief operation underway in Balochistan
-
PDMA expedites relief activities in flood, snow affected areas
-
Talking through the emergence of ConnectHear for the deaf people
-
Dream of welfare state being materialized: Asad Umar
-
MoHR submits report pertaining human rights situation in jails
-
No additional taxes levied on common masses during last 3 years: Kanwal Shauzab