اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د پاکستان دوره كوؤنكي د كرغزستان ’شورو‘ کمپنۍ پلاوي مشر ذومادل اېجمبردېف وئيلي دي چې د كرغزستان بزنس كميونټي په پاكستان كښې د خوراك په څانګه كښې د سرمايه كارۍ د امكاناتو جاج اخلي او دې د پاكستان په فوډ انډسټري په خاص توګه پنجاب كښې سرمايه كارۍ او همكارۍ كښې ژوره خوښي ښكاره كړې ده۔ د زيارت په ورځ د كرغزستان ټرېډ هاؤس چيئرمېن او د وفاقي ټېكس محتسب كوآرډينېټر مهر كاشف يونس سره خبرو كښې ده اقتصادي او دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ ده ووئيل پاكستان كښې بلها وسائل ٬ هنرمند افرادي قوت او د صارفين لويې ماركيټ تر نظر لاندې نيولو سره زمونږ سوداګر پاكستان كښې سرمايه كاري او همكاري كول غواړي۔ ده ووئيل فوډ انډسټری د دواړو هېوادونو د معيشت د مهمې برخې كېدو له امله د همكارۍ موقعې رامخې ته كوي۔ په دې مهال مهر كاشف يونس خپلو خبرو كښې ووئيل دا ډول همكاري نه يوازې دا چې زمونږ معيشتونو ته ګټه رسولې شي بلكې د خوراك په نړيواله منډۍ كښې خپل برخه هم اچولې شي۔ ده ووئيل مونږ يوه داسې همكاري غواړؤ كومه چې ګډ احترام ٬ باور او غوره كاركردګۍ له په ګډ عزم اډانه لري۔ ده ووئيل په دې څانګه كښې لارښودنه زمونږ هڅو ته سم رخ وركولو او د همكارۍ امكانات لا پراخا كولو كښې مرستياله ثابت شي۔
متعلقہ مضامین
-
Newlinear accelerator inaugurated at SKMCH&RC Lahore
-
24m families benefiting from free healthcare facility: Hasaan Khawar
-
7.3-magnitude quake hits east Japan, tsunami advisory issued
-
FESCO to hold open courts on Friday
-
CDA staff’s holidays suspended for OIC meeting
-
Can decide on floor crossing only after receiving declaration: ECP
-
Imran Khan’s survival is ‘difficult’: MQM-P
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case hearing till April 2
-
Four children, woman die in Karachi fire
-
SC issues notices to political parties on SCBAP petition
-
Digital marketing training held
-
All set to celebrate Pakistan Day in befitting manner